جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهاماراتو څه باندې ۲ نیم زره افغان کډوال بندیان کړي

اماراتو څه باندې ۲ نیم زره افغان کډوال بندیان کړي

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)   د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې متحده عربي اماراتو د څه باندې ۱۵ میاشتو لپاره د شاوخوا ۲۷۰۰ افغان کډوال په ناقانونه ډول بندیان کړي.

سرچینې ویلي، چې دا افغانان چې د جمهوري نظام د سقوط پرمهال له افغانستانه وتلو ته اړ شوي او په اماراتو کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو ویلي، ډېری افغان کډوال چې د اماراتو په بشري ښارګوټي کې دېره دي، ژور خپګان او نورې رواني ناروغۍ لري، مدافع وکیلان نه لري او ماشومان یې له زده کړو محروم دي.

راپور زیاتوي چې د دې افغانانو د اوسېدو ځایونه یې وراسته دي، په خونو کې یې ډېر خلک اوسېږي او له حشرو په عذاب دي.

هیومن رایټس واچ وايي د متحده عربي اماراتو د کورنیو او بهرنیوچارو وزارتونو په دې اړه د تبصرې لپاره غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت هغې څانګې چې د کډوالو مسایل سمبالوي د بشري حقونو دې مدافع ډلې ته ویلي چې امریکا ته د تلو په شرایطو له برابرو افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده.

د متحده عربي اماراتو حکومت په دې اړه څه  نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په دغه هېواد کې د افغانستان کونسلګري د پرزول شوي جمهوري نظام له کونسل مسعود عزیزي څخه، چې دنده یې پای ته رسیدلې وه، د طالبانو د رژیم معرفي شوي سرپرست کونسل عبدالرحمان فدا ته وسپارل شوه.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني هم مېشت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب