شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ښځو په ګډون د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی

کابل کې د ښځو په ګډون د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  په کابل کې د نوي لمریز کال په مناسبت د کرنیزو محصولاتو یو څلور ورځنی نندارتونو پرانیستل شو، چې ښځو هم ګډون پکې کړی.

ګډونکونکې، میرمني وايي، په دې نندارتون کې یې خپل لاسي صنایع او نور تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

دوی خپلو محصولاتو ته د بازارموندنې لپاره د خلکو او د طالبانو د حکومت ملاتړ غواړي.

د طالبانو د رژیم  د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه نندارتون  ټولې ۲۶۳ غرفې لري، چې له دې شمېر ۵۶ یې میرمنو ته ځانکړې شوې دي .

  د لاسي صنایعوو د یوه شرکت کارونکې ناظمه خواجه زاده وايي، د لاسي صنایعو په کوم تولیدي شرکت کې چا دا کار کوي، شاوخوا ۱۸۰ نورې میرمنې هم شته، چې افغاني جامې، غالۍ، بوټونه او دستکولونه جوړوي.

ناظمه وايي، نن دوی، د هر یوه نمونې راوړي او په نندارتون کې یې نندارې ته ایښې کړې دي .

د کابل  کې د بادام باغ څلور ورځني کرنیز نندارتون ته چې د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، د افغانستان له ولایتونو څخه هم میرمنې راغلي او خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي .

د افغان میرمنو د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو له واکمنۍ مخکې په افغانستان کې ۲۳۷۱ مېرمنو رسمي او ۵۶۰۰ مېرمنو هم غیر رسمي سوداګري کوله او د لاسي او ماشیني صنایعو، د قیمتي ډبرو، خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پلور په برخه کې یې فعالیت درلود.

د یادې خونې د مسؤلانو په خبره، د دغو مېرمنو په نوښت په پیل شویو سوداګریزو فعالیتونو کې د ۷۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.

 د طالبانو منتقدین بیا دوی تورنوي، چې په نندارتونو کې د ښځو له ښکاره کولو ابزاري استفاده کوي او غواړي نړیوال په دې ډول د ځان په اصلاح کولو تېر باسي.

منتقدین د میلیونونه نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار د دروازو تړل کیدو ته په اشارې وایي، چې طالبانو له نجونو او ښځو اساسي حقونه اخیستي، خو په نمایشي پروګرامونو کې یې ښکاره کوي، څو د نړیوالو د پام وړ وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب