شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند په ارګ کې د بل جومات د بنسټ ډبره...

ملا حسن اخند په ارګ کې د بل جومات د بنسټ ډبره کیښوده

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  د طالبانو د رژیم  رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې په ارګ کې د نوي جامع جومات د بنسټ ډبره ایښې ده.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې نوموړي  په دغو مراسمو کې وینا هم کړې، خو د وینا جزیات یې نه دي خپاره شوي.

طالبان وایي د ارګ نوی جامع جومات د شنې ساحې په ګډون په ۱۰۶۰ مترمربع ځمکه او د جومات ودانۍ په ۶۲۷ متر مربع ساحه کې له داخلي او وطني توکو لکه د هرات چشت شریف اوله درجه مرمرو، د هلمند رخامو او د میدان وردک ولایت تیږې، د کنړ او نورستان لرګیوڅخه جوړېږي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د ارګ نوي جامع جومات تلخونه به کتابتون، د تدریس او لمانځه لپاره هم مناسب ځای ولري. د مرکز ګرمي ترڅنګ به د سړو او تودو اوبو اسانتیاوې او د برېښنا، اوبو، مرکز ګرمي، انټرنټ او غږیز سیستم لپاره یوه کنټرول خونه هم ولري.

طالبان زیاتوي: (( د ارګ دغه نوی جامع جومات چې یوه ګنبد او څلور منارې به ولري، تقریبا په یو کال کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي او په یو وخت به د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.))

د طالبانو له واکمنیدو مخکې هم ارګ جومات، ملا امام او د ځانګړو مذهبي ورځو ورته نمانځنې پکې لرلې، خو د دوی له واکمنیدو سره پکې د بل جومات د جوړیدو چارې هم پيل شوي.

4 COMMENTS

  1. ۱ – په کافی شمیر جوماتونه شتون لری او بل جومات ته اړتیا نسته هغه هم په ارګ کی کوم چی عام وګړی تری ګټه نه سی اخیستلای بلکه یوازی به یو څو پنجابیان او د هغوی لاس پوڅی پکی بُک بُک کیږی او یوازی به ببر کونی طالبان په تودو اوبو استنجاوی پکی وهی ( ګومان نه کوم په ارګ کی د ناستو څلورو بړوه ګانو سم لمونځ زده وی ).
    ۲ – د پورته عکس څخه داسی ښکاری لکه د ملا حسن د خواښی د ښخیدو مراسم چی وی نه د جومات د تیږی د ایښودلو مراسم.
    ۳ – د جوماتونو کثرت په هیڅ توګه د اسلامی حکومت د حقانیت نښه نه ده بلکه اسلامی حکومت هغه حکومت ته ویل کیږی چی په هغه کی مشروعیت او دنیوی رفاه ( اقتصادی او ځانی او حیثیتی او جنسیتی او علمی او معرفتی امنیت) خوندی وی.

  2. په یوه ساحه کی دوه جماعتونه؟ دا ولی؟ آیا د طالیبانو تر مینځ بی اتفاقی ده؟ په ارګ کی چمنونه ډیر دی ولی پکی لمونځ نکوی. د رعیت او ولسونو د ګیډی غم اوخری.

  3. ددې پر ځای باید د غریبو او مسکینو سره مرسته وشي. روژې مبارکه میاشت راروانه ده او ټول خلک بې روزګاره او مهتاج دي اصلي عبادت خدمت خلق دی. خلک دې د لوږې مري او ته د نوم لپاره جوماتونه جوړوه.

    • په دوی د نالت شي له جومات سره یې دا دلګان په دیني زړو بی منطقه رواجونو اولس تر کنترول لاندې راولی او خپله مذهبي لاره چې د ظلم او غلامي بنسټ دی مخ ته وړي ! دا جاهله طائفه او پلویان یې د انسانیت خلاف کارونه کوي تر هغه حده چې دغه لیونتوب یې د باندېنویو هیوادونو ګټې او ددوی خرتوب پکښې پکشې خوندي وساتل شي !
      د جومات په ځای ولې د طبعي علومو ښونځی نه جوړوي چې د مذخرفاتو خلاف ښوونه پکښې کیږي ، د طبیعت څيړنه پکښې کیږي او د عدالت ، ازادي او ازاد فکر ښوونه او روزنه پکشې کیږي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب