Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار: د دهلې ویجاړ شوی پل ورغول شو

کندهار: د دهلې ویجاړ شوی پل ورغول شو

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  په کندهار کې د دهلې ویجاړ شوی پل له رغول کیدو وروسته پرانیستل شو.

  د کندهار لپاره د طالبانو د د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بريالي وویل، چي دا پل د ښار او شاوليکوټ ولسوالۍ د تګ را تګ مهمه او عمومي لاره ده، چې له جوړیدو سره به یې د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل شي.

ملا بريالي زیاته کړه، چې ياد پل ٢١ متره اوږدوالى او پنځه متره پراخوالی لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه پل کارونه یې د څلورو مياشتو په موده کې د ٥٢ زره امريکايي ډالرو په لګښت د UNDP په مالي مرسته او د DRC په تخنيکي مرسته ترسره کړل.

د دغه طالب مقام په معلوماتو کې راغلي، چې له یاد پله څخه د شپږو کليو اوسېدونکي او د دهلې بند مېله وال استفاده کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...