Homeخبرونهملګري ملتونه: ۵ هېوادونو کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۱۳...

ملګري ملتونه: ۵ هېوادونو کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۱۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، سږ کال یې په ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ۶۱۳ میلیونه ډالرو مرستې پلان وړاندې کړی دی.

دا پیسې د 7.9 ملیون کډوالو سره د مرستې لپاره غوښتل شوي، چې 5.2 میلیونه یې افغان کډوال دي او نور 2.7 میلیونه یې په سیمه ییزو هېوادونو کې مېشت افغانان دي.

ياد شوي هېوادونه د دوه ميليونو راجستر شويو افغان کډوالو په ګډون د ۸،۲ ميليونو افغانانو کوربه توب کوي.

د دغو کډوالو ډیری یې په دې هیوادونو کې د لسیزو راهیسې مېشت دي، چې ډیری یې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې شیبا منټو په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو یوه دفتر د دغه سازمان له شریکانو غوښتي چې د ۶۱۳ میلیونو ډالرو د مرستې وړاندیز له افغان کډوالو سره وکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران او پاکستان کې ډېری افغان کډوال تمه لري چې ملګري ملتونه له دوی سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم یادونه کړې چې د ۲۰۲۲ کال لپاره هم ورته د مالي مرستې غوښتنه شوې وه، خو د ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ګډون یوازې ۵۲ سلنه ورکړل شوې او تر اوسه ۳۲۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...