جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهتخار کې ۲۲ کان کیندونکي وژل شوي دي

تخار کې ۲۲ کان کیندونکي وژل شوي دي

تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۲ کان کیندونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دغه پیښه د تخار ولایت د چاه اب ښار د انجیر په کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یاد کان کیندونکي په موټر کې سپاره د « پستې مزار» د سرو زرو کان ته په لاره وو.

ويل کيږي چې د موټر چلوونکي تېز رفتار او بې احتياطي د دغې خونړۍ پېښې لامل شوې ده.

د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت چې د تخار مرکزي روغتون ته لېږدول شوى، د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې ترافیکي پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

چاه اب ښار د تخار ولایت د سرو زرو یو له سترو کانونو څخه دی او هره ورځ په سلګونو کسان په دغه کان کې کار کوي.

1 COMMENT

  1. خدای دی وبخښی. خواری کښ خلګ وه، هیله چی د کورنی غړی ئی له رسمی امتیازاتو څخه بی برخی نه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب