چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeروغتیاد سږو د سرطان د ژر تشخیص نوې لار وموندل شوه

د سږو د سرطان د ژر تشخیص نوې لار وموندل شوه

تاند- په امریکا کې د وینې د ازمېښت په یوه نوې اختراع شوې طریقه کې څرګنده شوې چې له دې لارې د سږو سرطان په لومړنیو پړاوونو کې تشخیص کېدای شي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنې اعلان وکړ چې په دې ډول ازمېښت د ناروغ په وینه کې د سرطان د رامنځته کېدو په لومړیو ورځو کې د سرطاني حجرو یا سلولونو ډي این اې پېژندل کېدای شي.

د وینې د ازمېښت دا نوې طریقه (ګریل) خصوصي کمپنۍ، چې د سرطاني ناروغیو په برخه کې څېړنې کوي، اختراع کړې ده.

په نړۍ کې هر کال د سږو په سرطان، چې یو تر ټولو وژونکی سرطان دی، شاوخوا ۱۷ سوه ملیون (یو ملیون او ۷۰۰ لکه) انسانان مري.

د سېګرېټ او تنباکو استعمال د سږو د سرطان لوی عوامل بلل کېږي.

حاضردمه د سږو سرطان تر هغو نه تشخیص کېږي چې پرمختللي پړاو ته نه وي رسېدلی. له همدې کبله هم دا تر نورو سرطانونو خورا خطرناک او وژونکی دی.

خو د وینې د ازمېښت نوې موندل شوې طریقه د سږو سرطان په لومړیو پړاوونو کې معلومولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب