پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد اروپا په کومو هیوادونو کې ډېرې وژونکې ترافیکي پېښې کېږي

د اروپا په کومو هیوادونو کې ډېرې وژونکې ترافیکي پېښې کېږي

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۵مه) په اوړي په اروپا کې ډېر خلک په سفر وځي ځکه چې رخصتۍ وي. له همدې کبله په لارو تر نورو وختونو بیروبار ډیر وي.

په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې په دې وخت کې د اروپا په ځینو هیوادونو کې تر نورو ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.

د اروپا د ترانسپورت د خوندیتوب شورا څېړنې او شمېرنې ښيي چې د دوبي په رخصتیو کې د کرویشیا، پرتګال او ایټالیا په لویو لارو کې ډېرې پېښې کېږي ځکه چې د رخصتیو په مهال ډیر خلک دغو هیوادونو ته سفر کوي.

خو د اروپا د ترانسپورت د خوندیتوب شورا د معلوماتو پر اساس په اروپا کې تر ټولو ډېرې خونړۍ ترافیکي پېښې په بلغاریا کې کېږي.

د دې ادارې د شمېرنو پر اساس، په ۲۰۲۲ کال کې د بلغاریا په لویو لارو کې د نورو اروپايي هیوادونو پرتله ۷۹ ډېرې وژونکې او خطرناکې ترافیکي پېښې شوي دي.

په دغه هیواد کې تېر کال په لویو لارو ۵۲۶ تنه مړه شوي چې دا د دغه هیواد د نفوس په تناسب په هر میلیون وګړو کې ۸۲ تنه کېږي.

د اروپا د ترانسپورت د خوندیتوب شورا وايي، ښه دا ده چې خلک په بلغاریا کې له ریلګاډو کار واخلي چې ټکټ یې ارزانه دی.

له بلغاریا وروسته رومانیا بل اروپايي هیواد دی چې په نسبي ډول ډېرې ترافیکي پېښې پکې کېږي.

په ۲۰۲۳ م کال په دغه هیواد کې ټولټال ۱۵۴۵ تنه په لویو لارو کې مړه شوي چې د دغه هیواد د نفوس په تناسب په هر میلیون کې ۸۱ کسان دي. دا شمېر د اروپايي اتحادیې د ترافیکي پېښو د مړینو پرتله ۷۸ سلنه زیات دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب