پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران ۲۰ تنه افغانان اعدام کړي

ایران ۲۰ تنه افغانان اعدام کړي

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۴ مه) د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، ایران په تېرو اوو میاشتو کې شل تنه افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې، چې نن (یکشنبې) خپور شو، ویلي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

په دوی کې ۱۵ ښځې، ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان او ۲۰ افغان اتباع وو.

راپور ښیې چې له ۳۰۰ اعدامونو څخه ۱۷۲ یې د مخدره توکو په جرمونو پورې تړاو لري.

دغه سازمان په ایران کې د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې د ایران د زندانونو وضعیت او د اعدامونو نوعیت ته پام وکړي.

1 COMMENT

  1. TALIBS FOREIGN MINISTER IS WEAK/
    CASE AFGHAN GOVERNMENT MUST TAKE PRISONER,AND AFTER DO JUSTICE ABOUT THE CRIME,
    SORRY FOR AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب