جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه فاریاب کې یوه خصوصي شرکت د مالګې د درو کانونو استخراج...

په فاریاب کې یوه خصوصي شرکت د مالګې د درو کانونو استخراج پیل کړ

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۴ مه) د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت د هیواد په شمال کې د مالګې د کان د استخراج له پیلولو سره هممهاله وویل چې افغانستان د کال ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري.

د دغه وزارت ویندوی همایون افغان پرون (شنبې) د فاریاب د مالګې د کان په پرانستونکې غونډه کې وویل، افغانستان د خوراک، صنعت او څارویو لپاره د کال ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري او دا په داسي حال کې ده چې یوازې د تخار د کان مالګه د زرو کلونو لپاره کفایت کوي.

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت د فاریاب په اندخوۍ، قُرمقول او دولت اباد ولسوالیو کې د مالګې د درو کانونو قرارداد له یوه کورني شرکت سره په ۲۴ میلیون ډالره لاسلیک کړی او پرون د دغو کانونو د استخراج کار پیل شو.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ځمکې لاندې ډېرې معدني زېرمې لري، خو د جګړې په شمول په بېلابېلو دلایلو له کلونو راهیسې د دغه هېواد طبیعي زېرمې نه دي استخراج شوي.

د امریکا د جیولوجۍ سروې څو کاله وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان د طبیعي زېرمو ارزښت تر ۳ تریلیون ډالرو ډېر دی.

د افغانستان په زېرمو کې تر ټولو ارزښتناک لیتیم دي او متخصصان وايي، هغسي چې تېلو سعودي عربستان شتمن کړی، لیتیم افغانستان شتمن کولی شي.

د هغه په ​​وينا، قراردادي شرکت به د سړک او نورو تاسيساتو د جوړولو ترڅنګ د مالګې د پروسس يوه فابريکه هم جوړه کړي.

طالبانو ویلي دي چې د دغو کانونو د استخراج پیلیدو  سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو حکومت چې په افغانستان کې له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، پر دغه هېواد د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانستان د سترو طبیعي زېرمو د استخراج هڅې ګړندۍ کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب