Homeخبرونهم.م. په مې میاشت کې ۸۳ زره افغانان سیلونو اغېزمن کړل

م.م. په مې میاشت کې ۸۳ زره افغانان سیلونو اغېزمن کړل

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۴ مه) د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په افغانستان کې د مې په میاشت کې سیلونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغیزمن کړي دي.

اوچا وويل، بارانونو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا د هېواد په لوېديځ کې ډېرې ورانۍ ویجاړۍ پېښې کړي دي.

د ملګروملتونو دې ادارې نن (د اسد په ۱۴مه) پر خپله ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

د اوچا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په دې حالت کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران زیات کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد له بېلابېلو ښارونو د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري.

پاکستاني رسنۍ وايي چې له رسمي ارقامو سره سم، تر پرون (شنبې) پورې له پاکستان څخه ۶ لکه ۷۵ زره ۱۹۰ بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.

پاکستان د تېر کال په نوومبر کې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پلان اعلان کړ.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، مخکې تر دې چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د ایستلو طرحه اعلان کړي، ډېر شمېر افغان کډوال له دې بېرې چې وبه نیول شي، له پاکستانه ووتل.

په همدې حال کې ایران هم له خپلې خاورې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...