چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeروغتیالومړنی مصنوعي زړه چې ۵ کاله دوام کوي

لومړنی مصنوعي زړه چې ۵ کاله دوام کوي

توريالي همت – په فرانسه کې د ډاکټرانويوه ډله وايي چې داسي يومصنوعي زړه يې جوړکړی چې ناروغ کس ته په ايښودلو سره به پنځه کاله دوام وکړي.

د راپورونو له مخې په فرانسه کې د طبي څېړونکو يوې ډلي داسي مصنوعي زړه جوړکړی چې د پخوانيو جوړشويو څخه دوه کاله ډيرعمري لري.

تردې وړاندي چې په نړي کې کوم مصنوعي زړونه جوړشوي د دوام اوکارکولو نيټه يې يوازې درې کاله ښودل شوی.

د دې زړه لومړنۍ بېلګه د فرانسي د مرکز پاريس په يوه روغتون کې د ډاکټرانو له لوري يوه ناروغ ته نصب شوې ده.

روغتياپوهان چې، د طب په ډکرکې يې دا نوې هڅه بریالۍ شوې، وايي نوی جوړشوی مصنوعي زړه ٩٠٠ ګرامه وزن لري اود دوام نيټه يې پنځه کاله ده.

د څيړونکي روغتيايي ډلې مشرپروفيسرکارينتر وايي د دوی هڅه دا وه چې په مصنوعي زړه کې راټول شيان په کوچنۍ اندازه جوړکړي.

د ده په وينا دا زړه داسي عيارشوی چې په طبعي توکه د انسان له حرکاتوسره جوړښت لري او په نورمال ډول هرڅه پرمخ وړي.

په فرانسه کې روغتياپوهان داسي مهال د دې مصنوعي زړه د جوړيدو خبر ورکوي چې په نړۍ کې سل زره ناروغ کسان مصنوعي زړونو ته انتظارکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب