پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeداسې هم شتهساینسږغ او څېره پېژندونکي تلویزیونونه

ږغ او څېره پېژندونکي تلویزیونونه

تاند- د تلویزیون له اختراع کېدو راوروسته په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې ریموټ کنټرول جالب پرمختګ و چې لا هم حیرانوونکی دی خو نور د ریموټ کنټرول دوران هم په ختمېدو دی.

اوسني تلویزیونونه ستاسو په ږغ چلېږي. په لمس کارکوونکي تلویزیونونه هم راوتلي خو لمسېدونکي د لټانو لپاره ډېر مناسب نه دي ځکه هر وار له ځایه پاڅېدل او په سکرین یا شیشه لاس وهل زحمت غواړي.

نوي تلویزیونونه له لېري ستاسو د لاس په اشارې کار کوي.

په ۲۰۱۲ میلادي کال د تلویزیون جوړولو یوې لویې کمپنۍ داسي ماډل راوایست چې په مختلفو شیوو تلویزیون کنټرولېږي یا کار کوي.

دا شیوې عبارت دي له : حرکتي کنټرول(Motion Sontrol)، صوتي کنټرول (Voice Control) او د څېرې پېژندل (Face Recognition).

د حرکت کنټرول:

حرکتي کنټرول د تلویزیون استعمالوونکي ته دا امکان برابروي چې د لاس په حرکاتو یا اشارو تلویزیون کنټرول کړي. باید له تلویزیونه له یوه متره تر پنځو مترو پوري لېري واوسئ. تلویزیون مو په اتومات ډول لاس پېژني او په سکرین د کمپیوټر د ماوز په شان نښه پیدا کېږي، بیا په تاسو پوري اړه لري چې دا نښه کوم لور ته بیایاست او کوم ځای پرې کلیک کوئ.

صوتي کنټرول:

تلویزیون تاسو پېژني او هر څه چې ورته وایاست هماغسي کوي. مثلاً ورته وایاست چې ږغ دې یې سوکه شي یا لوړ شي، چاینل بدل کړي، یا هر هغه چاینل چې تاسو پکې خوندي (سېف) کړی د هغه د نوم په یادولو درته راولي.

په پیل کې دې ډول تلویزیونونو یوازې ۵۵ کلمې په حافظه کې ساتلې خو وروستي ماډلونه ۳۰۰ کلمې یا امرونه په حافظه کې ساتي مګر تمه ده چې ژر به تر دې هم زیاتې کلمې په حافظه کې خوندي کړي.

1پخوا د صوتي سیستم لوی عیب دا و چې په شورماشور کې یې سم کار نه شوای کولی خو اوس د دغو تلویزیونونو تکنالوژي دومره پرمختللې چې په ډېر غالمغال کې د خپل خاوند ږغ پېژندلی شي.

څېره پېژندونکي تلویزیون:

سمارټ تلویزیونونه هغه پرمختللي تلویزیونونه دي چې د کمپیوټر او انترنټ د کاروونکو اړتیا هم پوره کوي.

دا ډول تلویزیونونه له انترنت سره د وصل کېدو په صورت کې د کمپیوټر کار ورکوي، برېښنالیک پکې کتلی شئ، دغه راز له دوستانو سره په سکایپ او نورو لارو تصویري ارتباط ټینګولی شئ.

ستاسو عکس چې مخکې د انترنټ له لارې د تلویزیون په حافظه کې ځای پرځای شوی، تلویزیون مو پېژني او هرکله چې ورته مخامخ شوئ ستاسو په خوښه کار کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب