پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeروغتیاد بې عدالتۍ احساس د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي

د بې عدالتۍ احساس د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي

هغه کسان چې احساس کوي په کور یا ټولنه کې له هغوى سره بې انصافي کیږي تر نورو زیات د زړه د حملې له خطر سره مخامخ وي. دغه کسان چې احساس کوي ورسره بې عدالتي کیږي تر نورو ۵۵ فیصده زیات د زړه له خطر سره مخامخ وي.

د بې عدالتۍ احساس د منفي عطوفت د رامنځته کیدا سبب کیږي چې ورپسې بیوکمیکل بدلونونه پیدا کیږی.

د دغه تحقیق د ټیم مشر ډاکټر رابرټو دوو ولګي وايي: د دغې څیړنې پیغام د دې لپاره یوه څه ده چې په ټولنه کې عدالت پراخ شي. په څیړنې کې د انګلستان په ۸۰۰ مامورینو تحقیقات شوي او دا نتیجه لاس ته راغلې ده.

څیړونکو په جلا جلا توګه د کار په چاپریال کې د بې انصافۍ عامل نه دی څېړلى بلکې د زړه د ناروغیو دعواملو لکه چاغښت ،سیګرټ پرېښودلو ،له مخې دې نتیجې ته رسیدلي دي.

د دغې څیړنې نتیجې وښودله د ژوند په نورواړخونو کې هم بې انصافي د زړه ناورغۍ زياتوي  د دغو کسانو روحي او راني سلامتیا کابو یو لس کاله تر څارنې لاندې ونیول شوه څیړاندو دا خبره ثابته کړه چې وګړي څومره دبې عدالتۍ له احساس سره مخامخ وي هومره دغه ډول خطرې زیاتیږي.

ډاکتر عیسی ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب