ډاکترعیسی ستانکزی
هوږه هغه بوټی دی چې ډیر درملیز خواص لري چې په هغو کې د غړیو یا عضلو د شخوالي له منځه وړل دي.
پردې سربیره هوږه د وېنې لوړ فشار کموي او د وینې د سپینو حجرو په زیاتولو کې رول لوبوي. طبی څیړنو ښودلې ده چې هوږه ډیرې باکټریاوې، ځینې ویروسونه او حتی د کولمو فنګسونه له منځه وړي.
په دو دیزه توګه د سکاروي یا سینه بغل، ذکام او تورې ټوخلې لپاره استعمالیږي خو کله چې مور ماشوم ته شیدې ورکوي یا امیندواره وي بایدهوږه ونه وخوري. د هوږې د بوټی اندازه له ۳۰ تر ۱۰۰ سانتي مترو پورې رسیږي او د ګلانو رنګ ېې پیکه کریم وي. هر بوټی یې له اتو تر شلو غوټي لري.
نن سبا هوږه په درسته نړۍ کې کرل کیږي خو ویل کیږي چې د لومړي ځل لپاره په منځۍ اسیا کې کرل شوې ده او له پیړیو راهیسي د مدیترانې له سیمې رانیولې تر منخۍ اسیا پورې په ډیرو ځایونو کې استعمالیږي خو که په پوستکی وموښل شي د پوستکي د سوزیدو سبب کیږي او ممکنه ده التهاب رامنځته کړي.
د وېنې د فشار پرکمیدا سربیره دغه بوټی د کولمو د التهاب او د نس په نفخ او باد کې د یوه اغیزمن بوټی په توګه کار ورکوي. دنړۍ په ډیرو هیوادونو کې له دغه بوټی په کټوې کې استفاده کیږي او د خوړو بوي ورسره ښه کیږي خو کله چې سړی هوږه وخوري نو له خولې او بدنه ېې بوي ځی دا ځکه چې دغه ماده وېنې ته جذبیږي او بیرته د پوستکې او تنفسی سیسټم له لارې خارجیږي.
په درستې نړۍ کې ددرملیزو بوټو کارپوهان دغه بوټی ډير مهم بوټی بولي په ډیرو فرهنګونو کې له دغه بوټی هم خوارکي او هم درملیزه استفاده شوې ده ویل کیږي هغو کارګرانو چې د مصر د اهرامونو د جوړولو کارېې کاوه له بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي لپاره ېې هوږه خوړله، همداراز فرانسوي قبرکیدونکو هم د نولسمې پیړۍ په لومړیو کې له هوږې استفاده کوله چې د طاعون له ناورغی خوندي پاتې شي.