تاند- یوه مسلمان امریکايي څیړونکي یوځل بیا وویل چې شین چاي د سرطان اوالزایمرپه ضد دی.
د امریکا په مشیګان پوهنتون کې یو مسلمان څیړاند وویل:شین چاي د روماټیزم، سرطان او الزایمرپه ضد ښه تاثیر لري.
د ماشي انټرنیټي سایټ ولیکل صلاح الدين عودبن احمد په خپل علمي تحقیق کې ثابته کړه چې شین چاي ۳۰ یا ۴۰ فیصده پولیفینول ماده لري او دغه ماده د سرطان مخه نیسي دغه څیړاند ویلي دي شین چاي له سرطان سره په مبارزې کې ډیره مرسته کوي او پر دې سربیره د وزن له کمولو او د زړه د ټکان له منظمولو سره مرسته کوي.
د مشیګان پوهنتو ن دغه څیړاند ویلي دي شین چاي انسان له الزایمر ناروغۍ خوندي ساتي.