شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه ایران کې د بهرنیانو نیمايي ثبت شوې کمپنۍ د افغانانو دي

په ایران کې د بهرنیانو نیمايي ثبت شوې کمپنۍ د افغانانو دي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه( د ایران د املاکو او ملکیتونو د ثبت ادارې ویاند وايي، په ایران کې ۵۰ سلنه بهرني ثبت شوي شرکتونه د ملکیتونو د پېر او پلور په هدف او د افغانانو لپاره دي.

صفدر کشاورز پرون (شنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د بهرنۍ پانګونې د ملاتړ او هڅونې د قانون له تصویب راهیسې په ټول ایران کې ۸۲۴۱ بهرني شرکتونه ثبت شوي چې له دې ډلې په څلور کې درې برخې یې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې راجستر شوي دي.

ده وویل، د ثبت شویو شرکتونو ۵۰ سلنه د افغانستان، ۲۵ سلنه د عراق او پاتې ۲۵ سلنه یې د کویت، پاکستان، چین، سعودي عربستان، بحرین، هند او ترکیې په اتباعو پورې اړه لري.

په ایران کې د ملکیتونو د اخیستلو په اړه د افغان اتباعو د شرکتونو د ثبت په اړه د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په تېرو څو کلونو کې په ایران کې تر ټولو زیاته بهرنۍ پانګونه افغانانو کړې چې د ایران د ټولې بهرنۍ پانګونې نیمايي برخه کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مهاله په ترکیه کې ۸۰ زره بهرني شرکتونه ثبت شوي چې د ایران د شمېر ۱۰ برابره دی.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم تېر کال اعلان وکړ چې زیاتره افغانانو په ایران کې پانګونه کړې او اسلامي امارت هڅه کوي چې په بهر کې مېشت افغانان وهڅوي چې خپلې پانګې بېرته هېواد ته انتقال کړي.

په همدې حال کې د ایران اسلامي جمهوریت له تېرو دوو کلونو راهیسې له دغه هېواده د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو کمپاین پیل کړی او د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د روان کال په ثور میاشت کې اعلان وکړ تېر کال یې یو میلیون او ۳۰۰ زره بهرنیان له هېواده ایستلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې په ایران کې ۳.۴ میلیونه بهرني کډوال مېشت دي چې ډېری یې افغان کډوال دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب