چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهچین ته د شهباز شریف سفر او له طالب رژیم څخه د...

چین ته د شهباز شریف سفر او له طالب رژیم څخه د پاکستان او چین ګډې غوښتنې

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) چین ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د سفر په پای کې دواړو هېوادونو ګډه اعلامیه خپره کړې، چې یوه برخه یې د افغانستان پر وضعیت متمرکزه ده.

په دې اعلامیه کې د طالبانو له واکمن رژیم څخه غوښتل شوي، چې د ټول ګډونه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي او د معتدلو سیاستونو له غوره کولو سره دې د ترهګرو ډلو له ملتیا لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب تر څنګ دې د افغانستان خاوره د چا خلاف کارول کېدو ته نه پرېږدي.

دواړو هېوادونو په تهران کې د افغانستان په اړه جوړې شوې سیمه ییزې غونډې ته د طالب رژیم د استازو نه ورتلو ته په اشارې سره، له دغه رژیمه غوښتي چې د ګاونډیانو درناوی وکړي.

د طالبانو رژیم دغې اعلامیې او غوښتنو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې رد کړې چې ګواکې رژیم یې ټول شموله نه دی یا له افغان خاورې کوم هېواد ته خطر پېښیږي.

څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني وویل، چې هېواد یې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې هېوادونه ځان سره همغږي کول غواړي.

دغه هېواد تر دې مخکې له ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د افغانستان په اړه د خبرو او اندېښنو څرګندولو خبرونه ورکړي وو.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې وویل، چې پاکستان له چین سره د دوی د اړیکو او باور د خرابولو هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب