دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکي: ۵ میاشتو کې د پښتونخوا ۶۵ پولیس وژل شوي

پاکستاني چارواکي: ۵ میاشتو کې د پښتونخوا ۶۵ پولیس وژل شوي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه)  په پښتونخوا کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، چې له  تېرو ۵ میاشتو راهیسې ۶۵ پاکستاني پولیسو په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې ترڅنګ د روان کال په اوږدو کې یې په بېلابیلو عملیاتو کې ۱۱۷ ترهګر وژلي او ۲۹۹ نور یې ژوندي نیولي دي.

 سرچینې دا هم ویلي، چې تر ټولو زیات بریدونه او عملیات په شمالي وزیرستان کې شوي.

پاکستاني چارواکو د دغو بریدونو د عاملانو او په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویلي.

په پښتونخوا او د پاکستان نورو برخو کې اوس مهال ډېر بریدونه تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ته منسوبیږي.

پاکستان د دې ډلې تر شا په افغانستان کې د ملاتړ موجودیت ادعا لري، خو دلته واکمن طالب رژیم دا ادعا بې اساسه ګڼي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې د امنیت ساتلو په اړه خپلو مسوولیتونو ته رسیده ګي وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب