شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهپه تهران کې په یوه کال کې د ۸۳ افغانانو په شمول...

په تهران کې په یوه کال کې د ۸۳ افغانانو په شمول ۹۴۲ نامعلوم مړي موندل شوي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) د ایران اعتماد ورځپاڼې په یوه راپور کې څرګنده کړه چې په ۱۴۰۲ کال په تهران کې ۹۴۲ نامعلوم مړي موندل شوي چې د هغو له منځه ۸۳ یې د افغانانو، او له دوو نورو پرته نور د ایرانیانو دي.

راپور وايي، له موندل شویو جسدونو څخه ښکاري چې د هغو عمرونه د ۴۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ دي.

اعتماد او څو نورو ورځپاڼو د تهران د استخباراتو د پولیسو د جنایي جرمونو د مرستیال مرتضی نثاري له قوله لیکلي: په دغه هیواد کې اکثره موندل شوي جسدونه په تهران پورې اړه لري.

ښاغلي نثاري دا هم وویل چې په تهران کې د ۹۴۲ نا معلومو جسدونو له جملې څخه ۶۴ سلنه یې نارینه او ۳۶ سلنه یې ښځې دي.

د اعتماد ورځپاڼې په راپور کې راغلي، عدلي طب ته یوازې د هغو مړو جسدونه وړل کېږي چې په هیڅ صورت یې د پېژندنې امکان نه وي.

ښاغلی نثاري په دې اړه چې دا کسان ولې نامعلوم بلل کېږي، وویل، د دې لپاره چې خپلوان یې ونه موندل شي، دوی یې نامعلوم کسان بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب