چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+په سافټوېر انجنیرېنګ کې د مصنوعي ځیرکتیا ننګونې

په سافټوېر انجنیرېنګ کې د مصنوعي ځیرکتیا ننګونې

قریب آرین

موده وړاندې پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال روبوټ سافټوېر انجنیر (ډېوېن) معرفي شو، داسې انګېرنه موجوده وه چې ګواکې پۀ نږدې راتلونکي کې د انساني پروګرامرانو اهمیت راکم کړي. لکه څرنګه چې لۀ دې ماشین څخه د پروګرامېنګ یا کوډ لیکلو پۀ پروسه کې د خلکو هیلې وې، خو برعکس هغسې څۀ یې ونشو کړای او ناکام ثابت شو.

لومړی خو داسې یوه انګېرنه چې ماشین دې د پروګرام پۀ لیکلو کې لۀ انسان ځیرک وي؛ کاملاً اشتباه ده. د مصنوعي ځیرکتیا ګڼ شمېر ماډلونه موجود دي، خو دا هېڅکله نشي کولی چې لۀ یو انسان څخه پۀ ښه توګه کوډ ولیکي. پۀ مصنوعي ځیرکتیا کې د “مصنوعي” یا “Artificial” لفظ مانا همدا ده، چې د ماشین پوهه غیر حقیقي ده او یوازې د هغو کوډونو/معلوماتو د تحلیل او جوړولو وړتیا لري، چې مخکې لۀ مخکې د انسانانو لۀ لورې لیکل شوي او تنظیم شوي وي. د پروګرامېنګ پۀ برخه کې لۀ (AI) څخه ګټه اخېستل د کار څرنګتیا چټکوي، خو هېڅکله نشي کولی د انسان د فکر پۀ څېر یو څۀ وپنځوي. ځکه خو وایوو چې کوډ لیکل یوازې چټک ټایپ کول ندي، لۀ دې سره–سره پروګرامر باید پدې آګاه وي، چې کوډ د کومې موخې لپاره لیکي او لۀ هغې یې درک څۀ دی، د سیستم د برقراري لپاره کوم فکټورنه کارول کېږي، د خوندیتوب ستراتیژي څۀ ده او د ګواښونو کمول پۀ څۀ شکل ممکن دي.

نو د پراجېکټ لپاره مخکې لۀ مخکې هر اړخیز او بشپړ پلان، د لاجېک د تطبیق ګڼې مفکورې، توضېح او عملي جنبه یوازې د انساني فکري ځواک پرمټ کېدلی شي. پروګرامېنګ سخت مسلک دی. د مصنوعي ځیرکتیا لۀ لورې د یو نوي پروګرام ایجاد چې کاملاً نوښت وي، یا خو نا ممکن دی، یا ډېر وخت ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب