جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د پنجشېر والي: زموږ ځواکونه ښځو ته محرم دي، تالاشي...

د طالبانو د پنجشېر والي: زموږ ځواکونه ښځو ته محرم دي، تالاشي دې ترې واخلي

تاند:( چارشنبه ، د غویي ۷ )  د پنجشېر لپاره د طالبانو والي مولوي محمد محسن په یوه وینا کې خلکو ته ویلي، چې د طالبانو ځواکونه یې د ښځو لپاره د محرم حیثیت لري او کولای شي ښځې وپلټي.

معلومه نه ده، چې هغه دا څرګندونې کله او چېرته کړي، خو د دغې وینا ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې زیاته خپره شوې او نقد شوې ده.

مولوي محسن د دغو خبرو پر مهال د یوه سټیج شاته ولاړ ښکاري، چې مخې ته یې د رسنیو مایکونه هم ایښودل شوي.

د طالبانو منتقدینو او خلکو ویلي، چې طالبانو له یوه لوري په نا معلومو پلمو د نجونو پر وخت د زده کړو او د ښځو پر مخ د کار دروازې تړلي، خو له بل لوري خپل جنګیالي د ښځو محرم ګڼي او د هغوی پلټنه ورته روا بولي.

د منتقدینو په باور، طالبان د اسلام په نوم خپلې هر ډول کړنې توجیه کوي، چې دا اسلامي اساس نه لري.

طالبانو د خپل دغه والي د څرګندونو پر وړاندې غبرګونونو ته ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو په لیکو کې ښځینه ځواکونه خورا کم او هغه هم د ځينو عملیاتو پر مهال د خلکو د نیوکو په غبرګون کې ښودل کیږي

باور دا دی، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو له روزلو سره ښځینه برخې ته هیڅ پام نه دی کړی.

2 COMMENTS

  1. یاره دا شنه خره مو در وتړئ دا کوم مخلوق مو د سوړو راویستلی. لږ تر لږه یو داسې څوک والي کړئ چې لیک لوست یې یاد وي او د انسانانو سره یې ناسته کړي وي او د انسانانو سره اشنایي لري. تاسو دا ګریس بند د کومه ځایه راباسئ چې بیا حیران وي چې څنګه خوله کنترول کړي.دا بعضې طالبان چې وګورې ته به وایې چې غټه باډي او ږیره به لري سم پوه به وي خو چې خوله خلاصه کړي غول به ودوړوي.

  2. دوی په بیناموسی اموخته دی ښځی یې پنجابیانو ګرو کړی او ناروا نسل تری پیدا کوی چون دی دوی له نظره پاکستانی جنرالان دی دوی له ښځو سره هم بستری حلاله ده ځکه دا ځناور په جګړه کی بوخت دی او ښځی یې نر ته ضرورت لری ملا ډیزلی هیبت خینزیر ته فتوا ورکړی چی پاکستانی جنرالانو هم بستری ستاسو ناموس سره اجر لری نو همدا دلیل ده چی دوی هم خوشحاله دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب