Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار کې د وړیو ټولولو ۱۰ مرکزونه جوړیږي

کندهار کې د وړیو ټولولو ۱۰ مرکزونه جوړیږي

تاند:( چارشنبه ، د غویي ۷ )  د کندهار په لسو ولسوالیو کې د وړیو راټولولو مرکزونه جوړیږي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم واکمنانو ویلي، چې د دغو مرکزونو له جوړیدو سره به  شاوخوا زر کسان په کار وګمارل شي.

یوه اړوند طالب مقام مولوي شمس الرحمن موسی وویل، دا پروژه د D C A موسسې په مالي لګښت په ارغنداب، معروف، خاکرېز، پنجوایي، میوند، تخته پل، ژړۍ او شاولیکوټ ولسوالیو کي پيلیږي.

سرچینه زیاتوي، د دې پروژې له پيل سره په یادو سیمو کې د پسونو او وزو د وړیو راټولولو مرکزونه جوړیږي.

د ملا موسی په وینا، دا لومړی ځل دی، چي د کندهار په ولسوالیو کې د وړیو د ټولولو پروژه پيلیږي.

 هغه زیاته کړه، چي په یادو مرکزونو کي وړۍ راټولیږي او وروسته د نساجي فابریکې ته د بسته بندۍ لپاره استول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...