جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمجاهد: جنګ ته خلک مه هڅوئ. احمد مسعود: ټاکنې ومنئ، نه جنګیږو

مجاهد: جنګ ته خلک مه هڅوئ. احمد مسعود: ټاکنې ومنئ، نه جنګیږو

تاند:( چارشنبه ، د غویي ۷ ) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په ویانا کې د یو شمېر طالب ضدو سیاستوالو د ناستې په غبرګون کې وايي، دا ډول ناستې د افغانستان په ګټه نه دي او هغه کسان چې دا ډول غونډې له افغانستانه بهر کوي، په هېواد کې دننه محبوبیت نه لري.

    مجاهد زیاتوي، سیاسي څېرې باید د اوسني رژیم د نسکورولو په لټه کې نه وي.

  هغه ادعا کوي، چې د ویانا د غونډې ګډونوال په افغانستان کې دننه ولسي ملاتړ نه لري.

مجاهد له افغانستانه بهر له سیاسي شخصیتونو غوښتي چې هېواد دې په جګړه کې ښکېل نه کړي .

هغه دا هم وایي، چې د دوی رژيم به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې هېواد ناامنه کړي.

مجاهد وايي: “د افغانستان خلک به بیا د دوی له خوا نه دوکه کېږي، دا څو کسان دي چې د شخصي ګټو او د خپلو شخصي شتمنیو د ساتنې په لټه کې دي.”

د یادې غونډې یو مطرح ګډونوال او د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې په نوم د جنګي ډلې مشر احمد مسعود بیا له طالبانو غوښتي، چې د ټاکنو له لارې د یوه نظام رامنځته کیدو ته غاړه کیږدي.

د هغه په وینا، که طالبان دا غوښتنه ومني، دوی به له جګړې لاس په سرشي.

د طالبانو ځينې پلویان له هېواده بهر د افغانستان د معضلې د حل لپاره د غونډو او غږ پورته کولو خلاف دي.

دوی وایي د افغانستان په اړه هره خبره او پریکړه دې په هېواد کې دننه وشي.

د طالبانو د مخالفې ډلې غړی او پخوانی وزیر فضل احمد معنوي بیا وایي، چې طالبانو په هېواد کې دننه سخت قیودات وضع کړي او څوک د غږ پورته کولو او سیاسي فعالیت اجازه نه لري، ځکه بهر مېشتي افغانان لاس په کار شوي.

په ویانا کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو یاده غونډه نن پای ته ورسیده.

دوی له نړیوالو وغوښتل، چې د طالبانو د رژيم د په رسمیت پېژندلو پرځای د طالبانو او امریکا د دوحې تړون لغوه او د طالبانو خلاف مقاومت په رسمیت وپېژني.

ډېر افغانان باور لري، چې خلک نور د طالبانو د پخوانیو مخالفانو او جنګسالارانو ملاتړ نه کوي، خو دا طالبان دي چې د خلکو د اساسي حقونو له نقض، د هېواد له بې قانونه کولو، د واک انحصار او افراطي پریکړو سره یې ملت او نړۍ له ځانه ناراضي کړي او د مشروع او منتخب نظام د جوړیدو خنډ شوي.

3 COMMENTS

  1. مسعود ټاکنې غواړي او فکر کوي د ګلمرجان په څیر به نه مني نه مني وايي او برخه به غواړي. دا طالبان دي اشرف غني ندی چې ستاسو نخرې ومني، لومړی خو دوی ستا هیڅ خبره نه اوري او بیا ته پچا رایې ګټې په یوه ولسوالۍ پنجشیر؟ که سوشل میډیا تعقیبوې نو معلومه ده چې ته صفر یې او هیڅ ملاتړ نلرې همدا اوس هم ستا نه طالب خلک ډیر خوښوي. کینه چیرته مورته ووایه چې د شیدو چوشک خوله کې درکړي.

  2. دواړه د سړی ځامن نیاست یو د روس حرامونی ده بل دپنجابی حرامونی ده نو اافغان ملت ته دواړه ارزش نلری

  3. په خبره پوهه پښتانه باید پردې پوه شي چې که چیرې طالب ورک شي نو دپښتنو کلتوري ، اقتصادي او سیاسي حقوق ډیر تر پښو لاندې شي ا
    او پښتانه به ډیر ذليل شي او دا بازي به بیا له سره شروع کیږي خو جیبونه به قلابیان او فاشست ډوله تاجکان ډکوي !
    که طالبان د سړي زامن شي د ښځو حقوق ورکړي او کار اهل کار ته وسپاري ، کوم چې په غلا متهم نه وي نو بیا کوم ډار او نقص نشته!!
    دغه مذهبي لېونیان د ځانونه اصلاح کړي تر څو چې پښتانه له بله لوی ختره بچ کړي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب