تاند: ( چار شنبه، د غويي ۷ ) پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر د فرضي کرښې ډیورنډ په اوږدو کې د اغزن سيم د غځولو چارې مخ په بشپړېدو دي.
د پاکستان د پوځ يوه وياند جنرال شريف ويلي، چې د ياد شوي سیم د غځولو چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي دي.
هغه په دې اړه د طالبانو د رسمي همکارۍ کومه يادونه نه ده کړې.
مخکې په يو شمېر سیمو کې د ټيټ پوړو طالب ځواکونو له لوري د پاکستان د اغزن سيم لګولو مخنیوی او له دې کبله د دواړو لوريو نښتې رسنیز شوې وې.
د طالبانو رژيم د پاکستاني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
د ياد شوي سیم د لګولو هوکړه د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال شوې وه، چې عملي چارې ېې د اشرف غني پر مهال پیل شوې.
طالب په لومړیو کې ویده ولس ته ځان هیرو کړ او یو څو ځایه یې ازغن تار لیرې کړ یو دوه درې جنګونه یې په پوله وکړل، مګر دا ټول پلان شوی کار ؤ تر څو ددې کار بشپړیدو ته زمینه مساعده کړي او هم ځان د بې فایدې او فضول ولس د نیوکو وژغوري. تاسو به فکر کړی وي چې کله ددوی د مشرانو څخه په مطبوعاتو کې د ډیورنډ کرښې په هکله پوښتنه وشي هر وخت یې خوله غلطیږي، هغوی ددې لفظ نه ویره لري او زیاته ویره د پاکستان نه لري.