جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستانی لیکوال: متقي له هند سره د اړيکو په اړه له باجوه...

پاکستانی لیکوال: متقي له هند سره د اړيکو په اړه له باجوه اجازه اخيستې

تاند: (چار شنبه، د غويي ۷ ) ‏د حسن عباس په نوم يوه پاکستاني الاصله امریکايي څېړونکي او لیکوال په خپل تازه کتاب کې د افغانستان پر طالب رژیم د پاکستان د اغېزو افشا ګري کړې ده.

عباس، چې د امريکا د دفاعي پوهنتون استاد دی، په تازه خپريدونکي کتاب کې ادعا کړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له هندوستان سره د خپل رژيم د اړیکو پیلیدو په اړه د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه څخه اجازه اخيستې وه.

نوموړي ویلي، چې باجوه متقي ته د دغو اړيکو اجازه ورکړه، ځکه مجبور و، چې هند ېې دغه لاسپوڅي رژيم سره باید اقتصادي او نورې مرستې کړې وای.

پاکستاني لیکوال ویلي، پاکستان په يوازې ځان طالبان نه شي پاللی، ځکه غوره بولي چې هندوستان نه هم دغه رژيم د دوی تر کنټرول لاندې وضعیت کې مرسته ترلاسه کړي.

حسن عباس ملا متقي د پاکستان د پوځ نیږدې کس بللی، تر دې چې په وینا یې هغه د جنرال باجوه په مرسته د طالبانو د بانک اوسنی مشر ملا هدايت الله بدري د طالبانو په رژيم کې د ماليې وزارت تر څوکۍ رسولی و.

طالبانو د ياد شوي لیکوال ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی د بهرنيو چارو وزير ملا متقي مخکې هم د طالبانو تر نورو مشرانو پاکستان ته خورا نیږدې او ډېر وفادار ګڼل شوی.

د شنونکو په باور، پاکستان د دې لپاره ملا متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت واکمن کړی، چې د طالبانو بهرنۍ اړيکې ورسره په ښه توګه کنټرول کړي.

مخکې تمه کیده، چې د طالبانو په رژيم کې به د دوی د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی، د بهرنيو چارو وزير ټاکل کیږي.

ستانکزی د طالبانو په تېر رژيم کې هم د بهرنيو چارو وزارت مرستيال و.

هغه تر نورو طالب څېرو یو څه معتدل او د نجونو د زده کړو په ګډون په نورو مسايلو کې د نرمښت پلوی دی.

9 COMMENTS

  1. دا خو کومه نوې خبره نده طالب بې له پاکستان د اجازته خپلې کورودانې ته نژدې کیدلی نشي. همدا اوس چې پاکستان د شدید اقتصادي بحران څخه بغارې وهلې او لا وهي یې، سیګار وویل چې د طالب مشران د هغو ۴۰ میلونو هفتوار کومک نه غلا کوي. په اصل کې دا پیسې پاکستان د طالب مشرانو په لاس غلا کوي او خپلې ماتې پښې پرې ټینګوي. دا هم حقیقت دی چې ډیرې طالب مشران د ای ایس ای تنخوا خواره دي او حتی د هغوی پښتانه نظامیان د طالب په نوم پدې رژیم کې غټې څوکۍ لري.

  2. ورځ تر بلې د طالب د مشرانو اصلي څیره بربنډیږي ، هغه ورځ لیری نده چې دا خبره هم بربنډه شی چی ملا هیبت الله پخوا له منځه تلې او کندهار کی ناست دا اوسنې پېرې د آی ایس آی یو افسر ده ، له بده مرغه زموږ خلک ډیر داسی ترخی تجربی لري ،
    ۱ – شل کاله یو انګریز پل خشتي جومات کی خلکو ته جمه ( لمونځ ) ورکوه
    ۲ – دری کاله خپله ملا عمر اخوند وخته مړ شوی وو مګر آی ایس آی د هغه په نامه فرمانونه او د اختر پیغامونه خپرول.
    یو وخت دا به هم بربنډ شي چی د ملا هیبت الله په نوم د آی ایس آی افسر د امیرالمومینین په نوم د افغانانو برخه لیک ټاکه .

    د ملا متقی اړیکی له پاکستانی نظامیانو سره څرګندونې بلکل حقیقت لري ، همدا اوس د ملا متقی ټوله کورنۍ پاکستان کېی ده ، د ملا متقي شتمني او جایدادونه ټول په کوټه ، لاهور، اسلام آباد او کراچی کی دي ملا متقی بی له پاکستانی افسرانو له اجازې هغه د چا خبره تشناب ته تلی نشي ، د حسن عباس خبره بلکل حقیقت لري

  3. طالب خو څه د افغانستان لپاره نه، بلکې د پاکستان د ګټو او هر اړخيز نفوذ لپاره جنګيدلي، نو مشکل دا دی چې پاکستان د افغانستان د اشغال او الحاق او يا يې د نفوذ خوبونه ويني، خو دا کار د بل له جيبه کوي.
    وړمو کلونو کې چې هند کشمير له ځان سره يوځای کړ، نو پاکستان ډېرې بغارې وکړې چې عربان په تېره بيا سعودي عرب او امارت به يې ملاتړ وکړي.جنګ به د دوی نظاميان وکړي، خو پيسې به ورته عرب ورکوي د اسلامي همکاريو د سازمان له ليارې، محمد بن سلمان او د امارتو مشر دواړو خپل د بهرنيو چارو وزيران راولېږل او د قريشي غوږونه يې خلاص کړل او ښکاره يې ورته وويل چې په تشه خزانه جنګ نه کيږي.
    تاسې جنګ د نورو له جيبه کوئ، نو دا کار نه شي کېدای او امارت او هم سعودي د هند کاريګر له ځان سره وساتل او د پاکستان خبره يې هډو ونه منله.
    دا ايله جار او بې څښتنه موږ يو چې څوک مو دغسې او څوک مو هغسې ځغلوي. متقي خو پاکستان مقرر کړی او بايد د پاکستان د ګټو لپاره کار وکړي نه د افغانستان لپاره.

  4. پاکستانی انګریزانو فراری امریکانو ته دښکنځلو شپیلکه وهلی. افغانان پوهیږی چی طالبان ستاسو ټولو په دین ښه پوهیږی. کامیابه دی اوسی.

  5. د هیرا مندی تولد شوی دیر دا ناروا پلرونه پی گران دی داسی نشی چی بیا مو د خورگانو کالی واغندی او شونډی سری کړی سترګی توری او د لونګې په جای چادری په سر

  6. سپوږمۍ رادیو:
    د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګهـ د شانګهای همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د “ترهګرۍ د لمنځه وړلو” لپاره په ګډه کار وکړي.
    هند: له ترهګری سره مرسته کوونکي هیوادونه باید حساب ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب