تاند: ( چار شنبه، د غويي ۷ ) د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد وايي د دوی د رژيم چارې د شرعي احکامو پر بنسټ مخته وړل کېږي.
د هغه په وينا، د اساسي قانون پر طرحې يې هم کار روان دی.
مجاهد ادعا کوي، چې د دوی رژيم د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دی.
مجاهد وايي: (( د قانون موضوعګانې هم مهمې دي او انشاالله پر هغه هم کار روان دی او کرار کرار يې په لوري روان يوو، خو هغه شيان چې په لومړيتوب کې دي، پر هغه تمرکز دی.))
حقوقپوه عبدالشکور دادرس وايي: (( په يوه ټولنه کې اساسي قانون ته د هوا او اکسېجن په توګه اړتيا ده.))
طالبانو د بيا واکمنيدو په لومړیو ورځو کې ېې د افغانستان اساسي قانون لغوه او د عدليې وزير ېې اعلان وکړ، چې د ۱۳۴۳ اساسي قانون د پاچا د فصل له تعدیل سره، په موقت ډول نافذوي.
وروسته، د دوی پټ مخي مشر ملا هبت الله اخندزاده وويل دوی وضعي قوانینو ته اړتيا نه لري او د شرعي قوانينو له مخې خپلې چارې مخې ته وړي.
شنونکي باور لري، چې افغانستان د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د نړۍ پر مخ په يوازيني بې قانونه هېواد بدل شوی.
Enforcing the two at the same time is not compatible. Faith is a personal spiritually clean affair between Allah and human .While Constitution is man made based on national interest mostly related to economy and human interaction. But Talibs are unable to comprehend such concept, because their knowledge are limited to all the same 13 books taught in political Madrassahs.