Homeخبرونهجاپان د واکسین د تطبیق لپاره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

جاپان د واکسین د تطبیق لپاره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

تاند:( چارشنبه ، د غویي ۷ ) د افغانستان لپاره د جاپان سفارت اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له لارې یې افغان میندو او ماشومانو ته د اړینو واکسینو د برابرولو په موخه ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

  د جاپان سفارت زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې دغه هېواد د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۲ زره روغتیايي بستې په زیانمنو افغان ښځو او نجونو وېشلې دي.

په اعلاميه کې راغلي: دغه روغتيايي بستې په اړمنو ښځو او نجونو، داخلي بې ځايه شويو، له تاوتريخوالي ژوندي پاتې شويو او هغو کسانو ته وېشل شوې دي چې د جندر د تبعيض له امله روغتيايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخې شوي دي.

جاپان د افغانستان د نظام له سقوط وروسته هم دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

دا مرستې که څه هم ناڅيزه ګڼل کیږي، خو افغانان ورڅخه خوشاله بریښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...