جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeکلتورنغمې په اکمل امیر پسې وژړل

نغمې په اکمل امیر پسې وژړل

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۸ ) د افغانستان مشهورې هنرمندې ښاپېرۍ نغمې سره له دې، چې د طالبانو ځینو مخالفانو د جګړې د مخالفت له امله په توندو ټکیو سپکاوی ورته کړی و، په یوه تازه مرکه کې د یوه طالب ضد قومندان اکمل امیر په وژل کیدو وژړل.

ښاپېرۍ نغمې د اکمل امیر د ځوانۍ ستاینه وکړه او وویل، چې د جګړې مخالفت د همداسې ځوانیو د خاورې کیدو له وېرې کوي.

هغې یو ځل بیا له ټولو افغان لوریو وغوښتل، چې په خبرو د افغانستان روانه معضله پای ته ورسوي.

نوموړې وویل، څلویښت کلنې جګړې د دې په ګډون د افغانستان یو نسل زوړ کړ اوس نه ده په کار، چې بل نسل هم دغه تجربه تکرار کړي.

ښاپېرۍ نغمې څه موده مخکې په یوه مرکه کې له طالبانو غوښتي وو، چې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار حقونه بیرته اعاده کړي.

هغې د طالبانو پر مخالفو جنګي ډلو نیوکې کړې وې، چې له امله یې د دوی له توندو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

5 COMMENTS

  1. د هیبتې او حقاني ځناورو افکارو او عقایدو ته انسان هک حیران شي.
    میرمن نغمه د انسان او انسانیت قتل ته ژړلي نه اکمل یا بل ته!
    دا ځناور خو د سره انسانان هم ندي.

  2. دا ډیر لغړزني په اروپا او امریکا کې ناست په افغانستان کې د ترهګرو او ځناورو ملاتړ کوي. وه نښانه د منافق انسان دا دي چې د یو چا په دسترخوان ناست او له خوراک وروسته پکې میتیازي کوي. دا هیوادونه ټول د هیبتې ځناورو خلاف دي. نو دا هیبتې ځناور په دغو هیوادونو کې د څه لپاره ناست دي؟ ور د سي او له خپلو نورو ځناورو سره دي ښکر اړم کړي.

  3. د میرمن نغمې احساسات د قدر وړ دی. حیران د ته یم چه ښاپیرۍ څنګه سره له دورمره مستیو خوښیو خوشحالیو ژړا ته وخت پیدا کړو؟
    د اکمل د مړینی فرق له نورو افغانانو په څه کښی وو؟؟
    دا چه مقاومتی وو او د اشغال په ضد وو ؟؟
    د اکمل شهادت له ټولو مخکینیو شهادتونو برتر وو؟؟
    نه با با
    همغه دښاپیرۍ خبره
    د چا به شنې سترګې خوښیږی د چا تورې
    د کلی وړکی ما ځوروی ادکې مورې
    نغمې ته یې ځوانۍ خوند ورکړۍ وو.
    درونیش ما را کشت بیرونیش مردم را.

    • انساني فطرت دا ایجابوي چې یو وګړۍ باید یا هنر ولري او یا خبر هغه که په انفرادي ډول وي یا ټولنیز ډول. د هیبتې او حقاني ځناورو هنر د خرو ، او وحشي ځناورو دي او خبر یې د اسلام او هیواد د ملي ګټو په ضد. نو داسې بې منطقو سره بحث د وخت ضایع کولو معنی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب