Homeخبرونهد ملګروملتو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه پرېکړه لیک ته...

د ملګروملتو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه پرېکړه لیک ته رایې ورکوي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۷) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (پنجشنبه) د ملګروملتو د ښځینه کارکوونکو پر کاربندیز وغندي او د طالبانو له حکومته وغواړي د ښځو او نجونو خلاف خپل اقدامات سمدلاسه پای ته ورسوي.

په دې اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیک مسوده، چې ټاکل شوې ده نن رایې پرې واخیستل شي، د متحده عربي اماراتو او جاپان له لوري وړاندې شوې او یوه کاپي یې رویټرز خبري اژانس ترلاسه کړې ده.

د پرېکړه لیک په دې مسوده کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګروملتو په ټول تاریخ کې بې ساري بلل شوي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر رول ټینګار شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دیپلوماتان وايي، پوره باور لري چې دا پرېکړه لیک به په یوه خوله تصویب شي.

په هغه صورت کې د پرېکړه لیک په توګه تصویبېدای شي چې د امنیت شورا له ۱۵ دایمي او غیردایمي غړیو څخه یې ۹ غړي تایید کړي خو شرط دا دی چې د امنیت شورا په پنځړ دایمي غړیو له لوري ویټو نه شي.

امریکا، روسیه، بریتانیا، فرانسه او چین د امنیت شورا دایمي غړي دي.

په مسوده کې ویل شوي د ملګروملتو لپاره پر کارکوونکو ښځو د کار بندیز د بشري حقونو او او بشري اصولو سرغړونه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...