یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهافراسیاب خټک: طالبان امریکا په سیمه کې د بلې جګړې تپلولو لپاره...

افراسیاب خټک: طالبان امریکا په سیمه کې د بلې جګړې تپلولو لپاره واک ته رسولي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۸ ) مشهور ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وايي، چې طالبان د امریکا له لوري په دې موخه پر افغانستان واکمن شوي، چې په سیمه کې د جګړې تپلو نوی پړاو پرې پيل کړي.

نوموړی د امریکا له لوري د طالب رژیم د نه پېژندلو دریځ ته په اشارې وایي، چې امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون له لاسلیک سره دغه ډله په رسمیت پېژندلې ده.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنولو او ورته په پراخه کچه د وسلو له پریښودو سره امریکا همدا غوښتل، چې له افغانستان څخه جګړه سیمې ته وغځیږي او په دې ‌‌ډول د دغه هېواد ستراتیژیکو موخو ته کار وشي.

د افراسیاب خټک دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې په وروستیو کې د روسیې په ګډون مختلفو هېوادونو په افغانستان کې له امریکا او ناټو څخه د پاتې وسلو له کبله سیمې ته د امنیتي ګواښونو د پېښيدو اندیښنه ښودلې ده.

د طالبانو رژيم له دوی سره د امریکا پټې اړیکې رد کړي، خو ویلي چې له افغانستان څخه یې نورو هېوادونو ته د امریکایي وسلو د قاچاق د مخنیوي ممکنې هڅې کړي دي.

د سیمې بېلابېل هېوادونه اندیښمن دي، چې امریکایي وسلې د دوی د حکومتونو مخالفو وسله والو ډلو ته په لاس رسیدلي او د دوی امنیت او ثبات ورباندې ګواښي.

1 COMMENT

  1. داسې دله دووس بی غیرته بی عزته بی پته بی شرمه چه خپله د غلامۍ په دسترخوان زیګیدلۍ او لوې شوې وی ما ته د غلامۍ ګوته نیسی؟
    تا د انګریز پرکټی ته به زه دومره ووایم که می ستا انګریز نیکه په ګونډو کړۍ او که روس یا امریکا،
    په هغه ټوله نړۍ شاهده ده.
    که ته ریښتیا هم نر ځان ته وایې؟؟
    پیغور نه درکوم دهغی خپلې تور سری نوم خو په خوله واخله؟؟
    په یاد د شوه څوک درته یادوم نوم یې رانه هیر شوو؟؟
    افغانانو ته ستاسو په شان چا آزادی په ډالۍ کی نده ورکړی چه قانون یې د انګریز وی او مشران یې ټول له یوه سره انګریزی حرامیان لکه ستا غوندې.
    تا دا خپله څیره لیدلی؟؟
    ستاسو په خبره دا ټپوس درته نه دۍ پیدا شوۍ چه ولې داسې سور سور خوټیږې؟؟
    لاړ شه اول د خپل درک معلوم کړه.
    کله چه د خپل ځان تحقیق پوره کړو نو پوه به شې چه ته احل د دې نه یې چه په دا خپله پوچه او مرداره خوله زما حتا نوم واخلې.
    د ورورې تمه به زه د انګریز له پرکټی څنګه کوم؟؟ پاتی شوه خاوره
    خپله خاوره مو هیره نده لږ وخت ته ضرورت لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب