پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeمیرمنمېرمن: د نن ورځې موضوع د ورلور د ناوړه دود ده

مېرمن: د نن ورځې موضوع د ورلور د ناوړه دود ده

هيله محمدي داسي ليکلي:

د يو کال ناوې

عملي کار مو پېل شو، روغتون ته ولاړو، د جراحې خونې ته ننوتلو، ټول اطاقونه مې وکتل، بيا مريض په مريض وګرځېدم. په عاجل اطاق کې يو ناورغ پروت و. له ناروغ سره د کورنۍ کوم غړی نه و. د ناروغ پرمخ روجايي هواره وه. د مريض خوا ته ورغلم، روجايې مې ترې پورته کړه، مريض مې سترګو ته ځېر شو، د اوږدو بڼو لاندې يې په سترګو کې نهيلي، درد راوخوټېده، داسې ښکلې او زړه راښکونکې څېره د لومړي ځل لپاره وينم، ايله به په نولسم پسرلي ورګډېدله، د ګلونو په عمر مېرمن وه، خو نور وجود يې ټول سوځېدلی و، دريمه درجه سون و، په لېدو يې ډېره زهېره شوم، نرس رامنډې کړې او راته يې وويل:
– په دې ناروغ کار مه لره
– ولې؟
– دا مريض څوک نه لري او خبرې هم نه کوي
د دې معصومې او زړه راښکونکې څېرې ځان ته راکښلم، ورته مې انديښنه پيدا شو، زه بايد له دې ناروغ نه خبرې واورم، هر څنګه چې وي په دې راز ځان پوه کړم،د عملې کار په لومړۍ ورځ له يو داسې معما سره مخ شوم چې بايد هر څنګه چې وي حل يې کړم.

د کار وخت په سوچونو سر ته ورسېد، د خپل ښونځي په لور روانه شوم، په دوهم ورځ بايد بيا روغتون ته ولاړه شم، مريض ته مې ډېره بېړه ده، روغتون ته ولاړم، نېغه د مريض خواته ورغلم،سر ته يې ودرېدم، مخ مې ورته لوڅ کړ، په ډېر زهېر نظر يې راته وکتل، ومې پوښتله:
– څنګه يې؟
ځواب يې رانه کړ، مخ يې رانه واړوو،له انسان يې کرکه کوله، زه بايد لومړی دغه راز معلوم کړم، خو ونه توانېدم، له اطاقه ووتلم، زړه مې ډېر درد وکړ، زما له هرې پوښتنې سره به يې سترګې له اوښکو نه ډکې شوې،دغه ورځ هم تېره شوه، يوه ورځ وروسته بيا راغلم، مريض هم هغسې په خپل بستر پروت دی، دا ځل د اطاق په دروازه ورته ودريدم او غوښتل مې چې بېرته راستنه شم،ناڅاپه يې سترګې راواړولې، د سترګو په اشاره يې وغوښتم، خوا ته ورغلم، راته يې وويل:
– نن به راته ته پانسمان کوې
– ولې نه زه به درته خپله پانسمان وکړم.
لږه ډاده شوم چې يوه خبره مې ترې واورېده، ما هم ورته پانسمان وکړ، حالت يې لږ څه ښه و. خو په ژوند کې يې هيڅ ډول امېد نه ليدل کېده، ورځ تېر شوه خو زه په دې ډېره خوشاله وم چې پانسمان ته يې پرېښودم. ورځ به راشې چې خبرې به هم راسره وکړي او په دغه راز به پوه شم. سبا که څه هم روغتون ته زما د تګ ورځ نه و خو له خپل ښونځې نه مې رخصت واخيست او روغتون ته ورغلم، مريض ته مې ځان ورساوه، نن ورځ هم لږ ښه و، ورته مې وويل:
– ماته حال ووايه؟
– په څه غواړې چې پوه شې؟
– غواړم په دې پوه شوم چې ولې درسره څوک نه دي راغلي؟ دلته چا راوستلې؟ او ولې دې خپل ځان وسوځاوه؟
بيا يې سترګې له اوښکو ډکې شوې،ژوره ساه يې واخيسته او ويې ويل:
– تر پلاره او کورنۍ مې ته ډېره مهربانه يې!
– نه زه مهربانه نه يم، دا زما وظيفه ده چې ستا خدمت وکړم او پوه شم
– که ځان پوهول غواړې نو غوږ شه، ما يو کال کيږي ما خپله کورنۍ د واده په شپه ليدلې او بيا مې نه ده ليدلې
– ولې، څه علت دی؟
د ناروغې په سترګو کې اوښکې کاڼي شول،خو سلګيو يې د کاڼي زړونه هم چول، غږ يې ټېټ شو، بيا يې د زړه په زور کېسه پېل کړه
پلار مې زما له خوښې پرته يو چاته ورکړم، په دې ټولنه کې د پښتنې پېغلې غږ څوک اورٍي، هيڅ مې ونه ويل،زما ولور يې ډېر وټاکه، خاوند چې مې له هر ځای نه پيسې پيدا کړي خو زما پلار ته يې ورکړې. د واده په شپه مې خاوند د پلار سره شخړه وکړه، ورته يې وويل چې لور دې راباندې خرڅه کړه او نور هيڅ حق نه لرې چې زما کور ته راشې او يا زه درشم، د واده په لومړۍ شپه مې خپل خاوند وليد او له هغې وروسته راباندې ظلمونه شروع شول، کوټه بند يې کړم، هره ناروا او روا کارونه يې راباندې کول، خواښې مې راته ويل چې ته دې راباندې پلار خرڅه کړې يې او هغه پيسې درباندې بېرته ګټم. پوره يو کال د دغسې شکنجو لاندې وم. نه ژوندۍ وم او نه مړه.
يوه ورځ له دوی هېره شوه چې کوټه راپسې وتړي، زه هم په بېړه راووتم، تيل مې پر ځان واړول او ځان ته مې اور واچوه، خو الله ته به منظوره نه وه، ژوندۍ يې پرېښودم او تر تا يې راورسولم.
نور يې د خبرو تاب نه لاره سترګې يې ورغلې، خو پر مخ يې روانو اوښکو باوري کولم
چې ژوندۍ ده، روجايې مې پرې خوره کړه او مات زړه له خونې ووتلم، سبا مې يې ليدو ته بېړه وه، اطاق ته ورغلم، ګورم خلکو جنازه راروانه کړې ده، په منډه اطاق ته ورننوتم، چپرکټ خالي و، د څنګ مريض يې راته وويل:

هغه مړه شوه!

کله چې هم د هغې چپرکټ ووينم، بې اختياره وژاړم.

تهمينه نعيمي:

ولور یا شیر بها د اسلام له نظره حرام دی. کوم اسلامی ثبوت په دی هکله ندی راغلی ځکه ولور د انسان قیمت ښيي او د انسان قیمت یا بیه کاملاً حرامه ده. خو په افغانستان کی یي په ولور د مهر نوم ایښودلی چې دا هم غلط کار دی.
مهر هغه پیسې دي چې د ښځې له پاره د نکاح پر مهال تعین کیږي او دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله لري.
•لومړی معَجل
•دوهم موجل
خو زمونږ په تولنه کی دا پیسې اخلی بیا پلاريې یا کورنۍ يې جنکی ته په جهزیه ورکوی چی بیا یو غلط کار دی
ځکه د مهر د پيسو تول واک خپله جلی لری نه وکیل.
پيغمبر اکرم فرمایلی چی که زه شتمن وای نو ما به خپل لورګانو ته تر زامنونه ‌‌‌‌‌‌ډیره برخه ورکړې وای.
او په یو بل حدیث کی راغلي
کله مو چی لور د کوره وتله که څه هم پلار یوازي یو فرش درلود نو هغه دې نیم کړي او نیمه برخه دي یې لور ته ورکړي.
یاني په هیڅ صورت هم لور د کوره خالي لاس مه رخصت کوئ.

هيله محمدي:

دا یو ولور دی چي دلته یې د ښځو عزت په لوړ کړی که دا نه وي نو زموږ به څه عزت پاته وای له نارینو سره؟

عذرا اصغري

د یوی ښځی قدر پہ لوړ ولورکې ندی.
بلکہ د ھغې په پوھې ، پاکۍ او زړورتوب کی دی.

يو ځل بيا دغه موضوع بختورې غوره کړې ده او ليکلي يې دي
د نجلۍ پلار که ولور اخلي نو ټولې یې ځان ته نه ساتي. خروار رواجونه لرو. که ناوې له ځانه سره جهېز را نه وړي عمري پېغور ورته جوړېږي.
هله! دا یې دريېمه شوه او دا یې اوومه چې د پلار له کاله باید راوړل شي. بیا چې نجلۍ پر اوومه لاړه شي نو پلارګنۍ یې مجبوره ده یو څه ډالۍ ورکړي تر څو د خسر کور ته تش لاس لاړه نه شي. همداسې یې نور درواخلئ.
زموږ اکثریت خلک غریب دي. اوس د ولور لپاره د هلک کورنۍ پور اخلي خو که ولورورک شي د رواجونو د پر ځای کولو او د خلکو له خبرو د خلاصېدو لپاره به د نجلۍ پلار ځان په سره اور رااړوي.
نو په ولور له نیوکې سره سره باید دا بې ځایه رواجونه هم وغندو

هوسۍ اندړ:

داسي جیز خو هم ورته ورکوي او سونینی او پتاسی له یو څو ایشولو هگيو د څو پتبريو سره ورته په غوټه کې ورکوي او بس. خو بله خوا زمونږ یو ځوان 20 کاله مسافري کوي ترڅو هغه پیسی د ولور پیدا کړي او کله چه واده کوي، د واده عمر یې هم تیر وي او بیا نو شروع کوي د کورنی سره په تاوتریخ والي. تېر له هغو پاکستاني بی کیفیته لوښو چې په ولور یی ورکوي.

ملالۍ بشير

موږ په ټولنه کې د هلکانو او نجونو دواړو ارمانونه خاوري وي. دوی خپله ځواني په خرافاتو تېره کړي او چي خواښې او خسر شي، بيا غواړي خپلې عقدې له نورو ځوانانو وباسي او هغوی لکه ځان داسي کړي.
دا مې د يوه همکار خبره ده. وايي چې که ولور خپلې بديانې لري. دوې ښېګڼې لري. يوه دا چې که پر ښځه ولور اخيستل شوی وي، هغه د خسرګنۍ له خوا نازول کيږي. او بل دا چې ولور د دوو درو ودونو مخه نيسي کنې مفتې ښځې به هر چا دوې درې کولای. تاسو څه واياست؟

بختوره:

ښځه ناوزل کېږي. زه یې ورسره نه منم. اکثره پرې ځورول کېږي. مثلا
که کله د کوم عذر له امله کار نه شي کولی ورته ویل کېږي چې پلار دې دومره پیسې او خوړه اخیستي او ته د کار شی نه یې. مجبوروي یې. ستغې سپورې ورته کېږي. ماشومان که نه زېږوي یا یې نه شي زېږولی بیا هم همدا پېغور ورکوي چې پلار خو دې ولور ته ښه تکړه و لور ته یې نه کتل. او داسې ډېرې نورې بېلګې شته.
هغوی چې ناوزل کېږي ښه کار دی. مګر که یوه کور کې دوه اینږندې وي. پر یوې یې ولور ورکړی وي پر بلې نه، آیا ظلم نه دی چې یوه دې ونازول شي بله نه!؟
او دا نازول هم د ولور د رواج له امله ده. که ولور نه وي. توپیر به نه وي. که بیا نازول کېږي یوه نه دواړه به نازول کېږي.

دوې درې ښځې کول هم بد رواج دی. هغه که مفته وي که په پیسو. او کله چې د بې ځایه رواجونو په وړاندې غږ پورته کوو دا رواج هم باید هېر نه کړو!
زه د ولور طرفداره نه یم. وایم که د ولور په وړاندې غږ پورته کوو نو د بې ځایه رواجونو د له منځه وړلو کوښښ هم باید وکړو.
فکر وکړه د نجلۍ پلار د همدغې ایشېدلو هګيو او پاکستاني بې کیفیته لوښو وس هم نه لري. نو د ولور سره سره باید دغه رواجونه هم له منځه ولاړ شي.

پاکيزه آرزو:

 د ولور مسله لکه انترنیتي ویروس داسې خپرو شوی چې مخه نیول یې اسان کار نه دی او ډېر ځوانان یې په ملا مات کړه او ډېرې پیغلو خپل ناویتوب تنها تېر کړ۰ ولور اخیستل کورنۍ د خپل لور حق ګڼي وایي بیا خپله لور پرې پالو یعنې کون ورکوو۰ زه دې خلکو دې منطق ته حیرانه یم چې ۱۲ لکه ولور واخلي بیا درې تراکتوره شیان ورته واخلي دا نو څه مانا لري۰ که ولور اخیستونکې کم ولور واخلي او خپل لور ته کم خو باکیفیته اسباب واخلي دا ګټور وي ځکه دوی د خپلې لور او زوم ګډ ژوند تضمین کړي۰ دا منم چې یوه پیسه ولور اخیستل هم ښه نه دی خو که خلک یې نه مني او نه غواړي چې لور خالي لاس له کوره وباسي نو داسې چاره وسنجوي چې دواړه خواوې ضرر و نه ویني۰ که چیرې پلار وس لري چې بې ولوره هم لور ته اسباب ورکولای شي ښه تر ښه خو که یې نه لري بیا دې کم ولور واخلي او باکیفیته او ضروري وسایل دې لور ته واخلي.

ترتیب او ټولوونکې: ملالۍ بشیر

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب