شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند چندڼ او بېرې کیسه (د ماشومانو د پاره) استاد شپون

د چندڼ او بېرې کیسه (د ماشومانو د پاره) استاد شپون

د خوست مځکه کې چې حکیم تڼیوال ورکې اوسېده او که یاد دې شي تل به چې زموږ کور ته راغی ته به یې نازولې، پتاسې او د بره ړې، کله لا د لمنځې ژاولې درکولې او تا غوندې نیازبین بچیان یې لرل، دا د تڼیو د فقیرانو د کلي کیسه ده چې شهید کاکا دې راته کړې، خوږه ده، تا ته یې کوم، ته یې بل چا ته مه کوه ځکه چې ما دې د کاکا سره لوز کړی و چې رڼا ته یې کوم او هغه به یې بل چا ته نه تېروي.

جان جان چوپ،

علي دروازه کلپ !!!

«هغه کاکا مې ښیې چې ځانمرګیانو موټر کې وواژه؟»

«هو بچۍ ، چې تا ور پسې دلته امریکا کې و ژړل»

«خی ودرې چې زه یوځلې کمپیو تر مړ کړم!»

هلته یو سړی و، داسې تماشه غوندې نوم یې وو خو خلکو بژه پرتوګی مولوي باله. د روسانو سره په جنګ کې پوره لس میاشتې د ده شکې توپک سره د څېړۍ ډډ ته قابو ناست و، که به خلکو سل ورته کړل چې «ارکیز شه » خو ده ته د داشکې له شا پاڅیدل لوی پېغور ښکارېده. وېل یې چې وېرس کوپر چې وطن کې کسم څرې پوڅېږم؟. مانا تر څو روس دره ګي کې وي زه خپله څوکې نه پرېدم. دره ګی ولسوالي وه. بچۍ د دره ګۍ کیسه به بل وخت درته تېره کړم. اوس د همدې بژه پرتوګي مولوی د غورنېکه، نایف خون، بیان درته کوم چې په اصل کې خلکو هماغه ته بژه پرتوګی نایف خون ویل. د پکیرانو د کلي.

  د نایف خون یوه لور وه، نتکۍ نومېده، ستا په منګ به وه، یو زوی یې و زونډی. چې مېرمن یې مړه شوه، بله ښځه یې وکړه چې ګوندې بچیان یې خوندي کړي. ښځه نه وه، لویه ښاماره وه چې تڼیو به (ستره بلو) بلله. په پرکټي یې ظلمونه کول، مړۍ یې سمه نه ورکوله، درسته ورځ به یې ورباندې د ځنګله نه لرګي کول. چې دا نه شو نو یې خپل خاوند، نایف خون ته وویل چې نور به نو یا زه دلته اوسم یا دوی. خو خیر همدا ناخوالې روانې وې چې آخر کې نایف خون د مجبورې ورځې خپل دواړه ماشومان د زڼغوزیو د ټولولو په بانه ځنګله ته بوتلل. هلته دی په ونه وخوت، ماشومانو ته یې ویل چې پاس به نه ګورﺉ چې زما پرتوک بژه دی چې د شرم خبره رانشي. خپل لنډه کی کوټ یې چې دوی کوباړۍ باله په ونه وځړاوه. وروخوت، څه د زڼغوزو وږي یې کوز راتل کړل، چې ماشومان د هغې په ټولولو بوخت شول، ابا همداسې پسې پاس خوت. بچیان پاس نه ګوري چې د ابا پرتوګ بژه دی. ځنګل ګورې دی، ګڼ دی. نایف خون له یوې څانګې بلې ته، همداسې له یوې ونې بلې ته، له بچیانو لرې کېده، ماښام قضا ماشومان نور ستړی شول. ورور پاس وکتل که ګوري ځای شته جولا نشته. ابا تری تم شو. ډېر ووېرېدل خو د پلار کوباړۍ، یې راکوزه کړه، هماغلته وږی وېده شول.درسته شپه یې د ځنګلي ځناورو غږونه اورېدل، یو د بل پسې نښتي وو.

سهار چې پاڅېدل، غوښتل یې چې لمنځونه وکړي خو چل یې نه ورته، نه د لمانځه، نه د اوداسه. زونډي وویل چې د اودس خو اوبه نشته خو ملا ورته د تیمم چل ورښودلی و. دواړه تیمم ته په ګونډو شول. په یوه ځانګه یې لاسونه وهل او ویل یې

تیبون ویم په غنه،

چې مې پوکه شي سغنه

بیانو په لمخانځه ودرېدل عربی نه ورتله، په پښتو یې ویل چې خدای حق دی، بېشکه چې خدای حق دی. بیا نو دواړو په یوه سلا خدای ته زارۍ وکړې چې د دوی نه ونې جوړې کړي. د خدای کړه وو، خور بېره شوه ، ورور چندڼ.

(بچۍ بېره نرۍ پاڼې لري، لکه د مرخاڼو یا سنځلې، چندڼ جګ نری وی. د دواړو پسې بدلې جوړې دي.

راوړه بندۍ بندۍ چې و پیرونه        جانانه بېرې له راځه چې وزانګونه.

د هغه بل، چندڼ پسې خو فرهاد دریا جوړه کړې چې لښته د چندڼو لیلا لښته ده، خو چندڼ د نارینه و نوم دی. خلک چا ته وايي چې ته له کومه د چندڼو ځواني لرې چې جیناکۍ به در پسې مړې وي.)

نو خور بېره شوه، ورور چندڼ. کالونه تېرېدل. خدای د کلی دوبی ورپېښ کړ. بچۍ دوبي زموږ په ملک کې د جامو پرېولونکو ته وایی. موږ واشنګ مشین نه درلود، هر څه مو په لاس مینځل. صابون هم هغه وخت نه و. معتبر خلک یې دوبي ته ورکوي. دوبي یې د سیند اوبو کې خیبشتوي و بیا یې به یوه هواره ډبره په څو باړی یا کوتک وهي یا پخبله جامې په لرګین تبڼکي یا هواره دربله تر هغې وهي چې خیره یې لاړه شي.

نو دوبي د تبر سره بېرې ته ودرېد. چې تبر یې جګ کړ، لاس یې هوا کې کنګل پاتې شو، له بېرې غږ راغی:

مه کړه دوبي مه کړه مو میرې شړلي یونه

دما چندڼه وروره دوبي بېره برې کوي

چې دوبي دا خبره واورېدله وېرې یې کلي ته منډه کړه. هلته یې د جومات خلکو ته دا کیسه تېره کړه. کلي کې شور ماشور شو، دوبي وړاندې، خلک ورپسې مخ په ځنګله شېوه شول. هلته ملا اوراد ولوستل او خلکو لمنځونه وکړل او دعاګانې یې وکړې. د خدای په حکمت خور او ورور روغ را ووتل.

بچۍ، اوغانستان کې د کیسې په اخر کې وايی. کیسه لاړه دوزخ ته، موږ راغلو جنت ته. ته به چاچۍ، زه به دواړه لاسه لپه کړم، وبه وایو : ځانمرګي لاړدوزخ ته، تنیوال کاکا لاړ جنت ته !

5 COMMENTS

  1. ډېره ښکلې کیسه ده. لاکن شپون صیب دا خو زوړ مال وو چې بیا مو راباندې تېر کړ. که روغ یئ، یوازې مو مه پرېږدئ او لیکل راته وکړئ. که دا پخپله نه لولئ تاند دې یې در ورسوي. درناوی

  2. کیسه ډیره خوږه او د مطلب ډکه وه
    د جملو او ټکو سمول تڼیوالې لهجې ته اړتیا لري – زه يې بعینه د تنیوال صیب لهجې او طرز ته سمولی شم – البته د شپون صیب په خوښه
    په درناوي

  3. نه پام کوه دا کار ونه کړې. بیا خو د شپانه صیب او د تڼیو فرق له منځي ځي. دا اصلا له تڼیو سره د استوګنې نه اخیستل شوی حالت دی، او ښیي چې یوه کس څومره اخیستنه ترې کړې ده. هوبهو تڼی خو نه دی. سکندر

  4. د لویې سټې؛ تڼیوال، هر ګوډ دې په جنت شي او زمونږ پیر؛ شپانه تره، ته دې خدای اوږد عمر ورکړي چې تل یې په خوږه ژبه ډیر څه رازده کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب