مرحوم ستانور صاحب چکنوري د شهید محمد موسی شفیق له خولې خبره کوله چې د هلمند د اوبو د لانجمنې موضوع په هکله یې ویل: باید یو څوک پیدا شي چې له ایران سره د هلمند د اوبو کشاله د افغاني مفاداتو له زاویې حل کړي. موږ د ګاونډیو د بد اعتماد، بد باور او بد نیت د تداوم په نتیجه کې د دوامداره کړکېچ خواته تللای شو.
ارواښاد شفیق ویل چې د حیاتي مسایلو پرسر په غیر علمي شعارونو د ملت په زړه کې موقتي محبوبیت د سیاسي شهرت وسیله ګرځېدلای شي، خو د ملت د تلپاتې مفاداتو د خوندیتوب او حفاظت هڅې د پاخه شعور، ارام ذهن او سړې سینې کار غواړي.
احساساتي شعارونه، غیر عملي ګواښونه او د مقابل جهت د ټولو ګټو د پایمالولو په قیمت د خپلو ګټو د ساتلو لاره بالاخره پر ګړنګونو ورځي.
شهید شفیق هماغه څه وکړل چې د خپل مظلوم ملت د ګټو، مفاداتو او ثبات شعور یې ورته حکم کاوه.
په همدې ډول شهید داود خان د ډیورنډ د کرښې په باره کې یو حساس او پر وطن مین سیاستوال وو.
داود خان نه غوښتل چې د ډیورنډ د کرښې لابېحله لانجه په پیړیو پیړیو د افغانستان او نوي زېږېدلي مملکت پاکستان ترمنځ پر روابطو باندې د فاجعې او ناورین سیوری وغوړوي.
ارواښاد عبدالصمد غوث د افغانستان د سقوط په اثر کې لیکلي: داود خان تر ډېره پورې هڅه وکړه ترڅو پاکستان یوه داسې سیمه ییز ثبات ته وهڅوي چې بالاخره د خلکو او پرګنو لوړ شعور په دې سیمه کې وتوانېږي چې ګټې او مفادات، اقتصادي پرمختګ او فرهنګي وسعت خلک داسې سره نږدې کړي چې د بې ثباتۍ پر ځای ثبات او استقرار په سیمه کې د خلکو د سرنوشت نیکمرغه انتخاب د سعادت او رفاه پر لور وخوځوي.
له افغانستان څخه د ناټو اوایساف د قواوو له وتلو وروسته زموږ ملت یو ځل بیا د ګاونډیو د ناوړه نیت په وړاندې له سختې مرحلې او ستونزمن پړاو سره لاس او ګرېوان دی.
په بدبختۍ سره باید ووایو چې د حکومت په راس کې یو داسې څوک راغلی دی چې پر هماغه احساساتي شعارونو تکیه کوي.
خو په دغه حکومت کې ددې هېواد د نیکمرغۍ د ترازو پله هم درنده او سنګینه ده. د حنیف اتمر په څېر یو داسې څوک هم شته چې د هېواد د ګټو او مفاداتو شعور یې د مبارزې د وینو او لمبو له پل طراط څخه تېر شوی دی او د استخباراتي جګړې په مرموزو پېچومو کې د خپل هېواد د بقا، ګټو او ثبات د تعهد بنسټ یې ورځ په ورځ د ملي اعتماد په سنګر بدلېږي.
د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره د نا اعلان شوي جنګ په روانه مرحله کې همدا حنیف اتمر وو چې ورو، ورور یې د پاکستان د تجاوز او ترورېزم پالنې له پټو ریښو خاورې پورته کړې.
د امریکا متحده ایالاتو او د انګلستان حکومتونه مجبور شول چې د حقاني شبکه په نیابتي جبهه کې د پنجاب د مورچل ملکیت او اثاثه وبولي او د پاکستان تر حاکمیت لاندې قلمرو د افغانستان پرضد د جګړې د منډیي تخته وګڼي.
افغانستان دا وخت تر تودې جګړې په سړه مرکه کې د ګټو چانس لري، پداسې وخت کې چې د نړۍ د ثبات ماموریت عملاً اوس د ملاتړ په ماموریت تبدیل شوی دی او د جګړې استخباراتي خصلت د بې شمېره پانګو د لګولو قیمت او بیه غواړي.
له بنسټونو بې برخې افغانستان نه شي کولای چې عملاً په مقابله جغرافیه کې پټ عملیات د زرو او زور په وسیله تمویل کړي، ځکه افغانستان په خپله خپل وس او د توان په داسې لار کې وقف کړی دی چې هېواد له جګړې راوباسي او د داسې بنسټونو او تاسیساتو پر جوړښت غور وکړي چې ملي ثبات او استقرار په اوږده مهال کې د اقتصادي استقرار لپاره د زینې په توګه استعمال کړي او په اسیایي نوي غوړېدونکي اقتصاد کې د خپل هېواد لایق اهمیت نور هم پیاوړی کړي.
د اشرف غني په حکومت کې د زعامت دوه قطبه عملاً یو د بل په خنثی کولو کې خپلې ګڼې ویني. دا یوازې حنیف تمر دی چې رقیب نه لري، خو ملي هدف او مرام یې له هر هغه چا سره شریک دی چې د افغانستان په ګټو باور لري.
د افغانستان عزت د خپلې مبارزې هدف بولي او دغسې لوړ هدف ته د رسېدو په لار کې د مبارزې پر واټ د منډې له سړو او تودو مرحلو سره اشنا دی.
که څه هم زه بیا بیا د ملي وحدت د حکومت تفاهمنامه د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک اعتبار قتل بولم، خو لازمه داده چې د ملي اهدافو د تعقیب په هدف هغه اقدامات وستایل شي چې د ملي ګټو د شعور له مورچل څخه ترسره کېږي.
دغه اقدامات د ډلو تپلو، د انتخاباتي ټیمونو د چوکیو او مقامونو د وېش او په حکومت کې د فراکسیوني ګټو د جنجال له کرښو ور آخوا اقدامات دي چې د تحرک محرکه قوه د افغانستان پر ګټو ولاړه عقیده ده.
حکومت که څه هم اوس یوازې د مقامونو د حصول د تورو کاڼو غر دی، خو د کونړي پاچا په قول د اوربشو د دانې په څېر لعل هم لري.
جو دانې قدر یو لعل په کې پیدا شي
نور همه واړه د تورو کاڼو غر شي