جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد علم یوه ستره لاسته راوړنه/ پوهنمل حاجي محمد نوزادي

د علم یوه ستره لاسته راوړنه/ پوهنمل حاجي محمد نوزادي

راتلونکي ته ښه راغلاست !
دا اوس په جراحي طبابت کي یوه عادي خبره ده چي یوه انسان ته د بل انسان پښتورګي ، ینه ، زړه او ان لاس او پښي یا نور غړي پیوندوي، خو د میترو اکسپرس ( MX.dk ) په نامه ډنمارکي ورځپاڼي د روان ۲۰۱۵ کال د سپتمبر د ۱۴ نیټې په ګڼه کي د « سر به بیخي نوی بدن ترلاسه کړي » تر سرلیک لاندي د یوه تن و بدن ته د بل چا د سر د پیوند په هکله د طبابت علم له ډګره د یوې سترې بریا خبر خپور کړی دی . په دې کې هیڅ شک نسته چي که دا کار په بریالیتوب ترسره سي، دا به د بشر په تاریخ کي د انسانانو یوه ډیره ستره لاسته راوړنه وي.

د سرلیک دغه جمله بندي هم ډیره د پام وړ ده . د زړه پیوندول چي نژدې درې لسیزي وړاندي پیل سوی ، تر اوسه می هیچیري ندي لوستلي چي « زړه ته نوی بدن پیوند کوي » . موږ تل وایو چي « د فلاني کس بدن ته بل زړه پیوند کوي».

اوس دا سوال منځته راغی چي بدن ته نوی سر پیوند کیږي او که سرته نوی بدن ؟ که په دغو جمله بندیو کي که د انسان د ژوند د پاره د اهمیت خبره په پام کي و نیول سي ، نو د ( زړه ) او ( سر ) اړینتوب یو شان دی ځکه د هر یوه نه شتون ژوند ته د پای ټکی ږدي .

3
راسئ پر دې خبري فکر وکړو چي ځواب مو باید د کومو منطقو پر بنست ولاړ وي ؟ زما په آند بنسټیز توکی باید دلته پوهه او د جهان معرفت په پام کي نیول وی . که د انسان بدن ته بیله سره بل هر غړی پیوند سي ، انسان د خپلي ورسره پوهي سره هم هغه پخوانی انسان پاته کیږي ، مګر که د نوموړي انسان بدن ته د بل انسان سر ور پیوند سی ، دا ځل نو د بدن څخه د خپلي پوهي او تفکر سره هغه انسان جوړ سو چي سر ور نه پرې سوی دی ، نه هغه انسان چي پر بدن یې نوي یانی د بل چا سر نصب سوی دی . داځکه چي دغه انسان که تر عملیاتو او روغتیا وروسته د روغتون نه رخصت او پر خپل اختیار د کورته تګ اجازه ورکړل سي ، دی به د هغه چا کورته ولاړ سي او دهغه پشان به پوهه او تفکر ولري چی سر ورڅخه اخیستل سوی دی ، نه د هغه چا کورته چي پر بدن یې بل سر ایښودل سوی دی . پدی خاطر نو د سر پیوند د نورو غړو د پیوند په پرتله و نوو جمله بندیو ته اړتیا پیدا کوي . د همدې کبله پکار ده وویل سی چي « د فلاني کس سر ته نوی بدن پیوند کیږي » . پدې توګه د زړه یا بل هر نجیب غړي په پرتله چي ژوند بیله هغه نه امکان نلري ، د سر اهمیت توپیر کوي او ارزښت یې زیاتیږي .

اوس به راسو د نوموړی بریا او لاسته راوړني پښتو بڼي ته چي ژباړلي می ده او د لوستونکو مخته یې ږدم :
ایټالیا ـ اوس هغه وخت را رسیدلی چي باید د نړۍ په تاریخ کي د لومړی ځل د پاره د سر د پیوند په موخه عملیات تر سره سي . په راتلونکو دوه کاله او دوو میاشتو کي به نړیوال د سر د پیوندولو د هغو عملیاتو شاهدان وي چي هیڅکله یې لیدلي او ارویدلي نه وي ـ دا هغه څه دي چي د FOX News لخوا یې خبر خپور سوی دی .

والري سپیریدونوف Valery Spiridonov چي د Werdnig-Hoffmann پنامه د عضلاتو د یو ډول ځانګړي ناروغۍ سره تشخیص سویدی ، ځان یې په خپله خوښه وړاندي کړی څو په نړۍ کي لومړی ځل د سر د پیوند څیړني او عملیات ورباندي تر سره سي . د ایټالیایې جراح Sergio Canavero د وینا سره سم به دغه عملیات په یقیني ډول د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په میاشت کي سر ته ورسیږي . پخپله Valery Spiridonov پدي اړه یادوونه کوي : « زه پوهیږم او هیڅ شک نلرم چي په یوه ډیر مهم او ستر کار کي برخه اخلم . ما پدي هکله ډیر فکر او غور کړي دی . یواځنی شی چي زه یې حسوم ، هغه ارامتیا اوتلوار دی . فکر کوم چي ما ټول عمر ځان و دغسی یوه مهم کارته اماده کړي او وخت یې دادي اوس په را رسیدو دی » .

دغه روسي داتالوګ datalog و داسی عملیاتو ته سترګي په لار دی چي ښایې ۳۶ ساعته دوام وکړي . ددې د پاره چي حجرات د اکسیجن پرته یوه نسبتاً لږ زیاته موده ژوندئ پاته سي ، پکار ده چي د والری سپیریدونوف سر او د هغه بل سړي بدن دواړه د حرارت په ټیټو درجو کي یخ کړل سي .

له دې نه پرته یو زیات شمیر تستونه( تجربي ) ، تجزیې او معاینات پکار دي چي د عملیاتو وړاندي باید تر سره سي . د بیلګي په توګه دا یوه مهمه پوښتنه په مخ کي ده چي مغز به ددغو عملیاتو سره څنګه کړنه وکړي . د Raymond Dieter په قول چي په Illinois کي یو جراح دي ، مغز بیله د ویني د جریان څخه یوازي د څو دقیقو په موده کي ژوندی پاته کیدلاي سي او وروسته مري . دی وایي : « کله مغز ته د وینو د جریان د لاری اکسیجن و نه رسیږي ، د درو څخه تر پنځو دقیقو وروسته انسان مړ کیږي » .

د ژباړي پای . ډنمارک ۲۲ / ۹ / ۲۰۱۵

د ژباړونکي یادوونه :

جراحان او نړیوال خو پدي اُمید دي چي دا عملیات به په بریالیتوب سره سرته ورسیږي ځکه لومړنيو اوږدو څیړنو ددې خوب رښتینوالی ښودلی دی . پدې هکله که د ادبي جمله بندیو څخه تیر سو ، چی په یوه یا بله بڼه به یې ولیکو ، مګر ددې کار د پایلي ټولیز اړخ د غور وړ دی . ایا دا نوی دوه ګونی سړی به د کومي کورنۍ سره و اوسیږي ؟ که دا سړۍ په ایټالیا کی د بدن والا کورته ولیږل سي ، هلته هر څه ورته بیګانه دي او تل به یې خپله کورنۍ ( میرمن ، بچیان او نور خپلوان ) یادیږی . او که په روسیه کي د سر والا کور ته ولاړ سي ، د بدن والا کورنۍ د نیوکو او جنجال سره به موضوع تړلي پاته سي . په دې خاطر پکار ده چي ددې خبري پر حقوقي او ټولنیز اړخ باندي سر د اوس نه غور وسي .
ــ د نوموړی عملیاتو د بریا په هیله !

2 COMMENTS

  1. ښاغلي نوزادی صاحب
    او درنو لوستونکو تاسو ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې ډالۍ کوم.
    په ريښتیا هم دا خبر او دغه شان طبي او په روغتیایې چارو کې پرمختګ د تاریخ له پاڼو وتلي پرمختګ دی او تل باید انسان په دغه شان علمي لاسته رواړنو پسې لالهانده وي چې د دوي د ژوند او انساني تسلسل لپاره ژغورلې لارې ومومي.
    غواړم د نوازدي صاحب پدې لیکلي مضمون هغه داسې څه وړاندې کړم چې لاهم له مونږ ورته نه یو رسېدلي:
    • پدې مضمون کې نوزادي صاحب له زړه څخه د انسان سر ته پداسې حال کې زیات اهمیت او ارزښت ورکړي، چې تر اوسه پورې په علمي او عملي توګه لا نده جوته چې په کوټلو دلایلو او ثابتو تجربو دا وښیې چې له زړه څخه سر مهم او ارزښتناک دی.
    • د قرآنکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې چې کله مونږ دغه شان علمي پرمختګ ته نظر کوو نو هلته زړه خورا مهم او اساسي ښودل شوی دی، او همدا لامل دي چې په خپله د نوزادي صاحب په وینا هم په نوي علمي پرمختګ کې بیاهم سر هغه بدن ته پیوند کیږي چې زړه یې کارکوي او داسې نه چې جوړ سر داسې یوه بدن کې کار وکړي چې زړه یې له کاره لوېدلی وي.
    • بله مهمه موضوع چې لاهم ناڅرګنده چې له دغه مهم او ارزښتناک طبي پرمختګ څخه به وروسته بیا نور اړوند مهم او اړین امور څرنګه ترسره کیږي لکه:
    • د بدن جنیټيکي تړاو په کوم لوري پورې تړلی وي؟
    • د بدن دتحکم او تدبر انډول په کوم شان پرمخ ځي؟
    • د عقلي او عصبي توازن سلسله څرنګه کارکوي؟
    • حقوقی اړوند ټولې چارې په انفرادي او ټولنیزچاپېریال کې څرنګه تنظیمېږي؟
    • د اوږدې مودې لپاره د سر او بدن ترمنځ هراړخیز تعامل په کوم اساس وي؟
    • انساني یادښت او د بدن په اندامونو یې اغېزه به یې په کوم لوري درنه وي؟
    • په پای کې به دغه شان علمي او طبي پرمختګ د شته نورو عادي انسانانو لپاره کومې ناخوالې او نادودې را پورته کړي؟ او داسې نور…
    له الله تعالی څخه مو هیله او غوښتنه داده چې دغه شان ټول پرمختګونه د انسان د سعادت او ښېګڼې لپاره په علمي او عملي توګه سمبال کړي.
    کور مو ودان
    د داسې نور پرمختګونو او نوښتونو په هیله
    آمین ثم آمین یارب العالمین حیث قلت: ولقد خلقنا الانسان فی احسن تقویم

  2. عزتمندو : خدای تعالی ج چی هرڅه پیداکړی دانسان داستفادی اوګټی اخستنی او تسلط لاندی را وستلو دپاره دی نو اوس په انسان پوری ده چی ددغو الهی اعطا او ورکړو څخه به دانسان دهوساینی او پرمختګ دپاره داسی کار واخلی چی دخدای تعالی ج رضا پکی حاصله شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب