په دوه زره پنځلسم کال کې د بالیووډ له فلمي دنیا څخه یو بل فلم چې نوم یې (د غره سړی مانجي) نومیږي بازار ته راووت. د فلم داستان د مینې د یوې ډیرې زړه لمسوونکي رښتیني کیسې پر اساس لیکل شوی دی.
په دې فلم کې نواز الدین صدیقي چې نور نو د هندي سینما ستوری بلل کیږي، د فلم هلک دی او د (دشتراتا) رول لوبوي او د ده سره د فلم نجلۍ رادیکا اپتي ده چې د (فګونیا) رول لوبوي.
د نن نه نژدې اوه لسیزې وړاندې د هند په بیهار ایالت کې د ګایا ولسوالۍ په ګهلور کلي کې اوسیدونکي کسان ډیر سخت ژوند لري. د کلي زمیندار یا خان د کلي نور خلک د غلامانو غوندې ساتي او خپلې ځمکې پرې اړوي. دوی د یوې ګولې ډوډۍ له پاره مجبوره دي چې همدې کار ته غاړه کښیږدي او ډیرې خولې د خان له پاره تویې کړي.
په دې لیري پرته سیمه کې د افغانستان غوندې یو رواج دا هم وي چې خلک په کوچینتوب کې خپلې ماشومانې د چا په نوم کړي. په پنځه کلنۍ کې دشتراتا د یوې نجلۍ سره چې فګونیا نومیږي نامزاد کیږي. دشتراتا چې لږ رالویږي نو د دې ویرې چې خان یې غلام نه کړي او د ځمکو کارونه پرې ونه کړي، نو له کلي په سفر وځي او اوه کاله مسافري کوي.
کله چې راځي نو خپله نامزاده هم نه پیژني خو ژر خبریږي چې خسر یې خپله لور بل چاته د لږ ډیرو پیسو په بدل کې ورکوي. خو دشتراتا له خپلې میړانې څخه کار اخلي، کور ته ورځي، خلکو ته وايي چې خسر یې داسې بې انصافي ورسره کوي او د تبر په زور خپله نامزاده راوباسي.
د دوی یو زوی پیدا کیږي، فګونیا د کور په کار لګیا کیږي او خپل زوی لویوي خو دشتراتا د زمیندار په ځمکو کې دهقاني کوي. یوه ورځ چې فګونیا اوبه راوړي نو د غره د لارې له یوه کمره څخه رالویږي او سخته زخمي کیږي. دوی چې د غره له لارې هغه په ځولۍ کې تر روغتونه رسوي نو ډاکټر ورته وايي چې ناروغه مو پر وخت را ونه رسوله، وړه لور یې بچ شوه خو میرمن یې ختمه شوه.
د دشتراتا وضعه خرابیږي، غره ته ځي، غر په ډبرو ولي او ورته وايي چې ته ډیر مغروره یې خو زه به دې دا غرور له منځه وړم. د غره په منځ کې د لارې جوړولو ته ملا تړي، خلک چې دی ګوري نو ملنډې پرې وهي او ماشومان یې د لیوني په ګومان په ډبرو ولي.
خو د دشتراتا کار د څټک، پانې او رسۍ سره وي، د غره لوی کمرونه سهار تر ماښامه ماتوي. یوه لور او یو زوی یې د بل چا سره وي خو دی د غره په منځ کې د لارې جوړولو ته لګیا وي.
ډیرې سختۍ پرې راځي، وچکالي شي، ټول کلی خالي شي او خلک نورو سیمو ته لاړ شي. د ده اوبه خلاصې شي، تنده پرې راشي، لوږه پرې راشي خو تر هرې اسانۍ وروسته پرې بله سخته راشي. یو کپچه مار یې وچیچي او له درده یې اړ شي چې خپله بټه ګوته پرې کړي.
د دوی سیمې ته د وخت د کانګریس ګوند مشره د دې شعار سره راشي چې غریبي به ختموو. خلک د ده خبره ورته وکړي او هغه د ګلو یو امیل ور په غاړي کړي.
یو څوک ورته ووایي چې حکومت ته عریضه وکړه چې دا لاره جوړه کړي. دی له بېهاره تر ډیلي دیارلس سوه کیلو مټره پلی مزل وکړي ځکه پیسې نه وي ور سره چې په ریل کې سفر وکړي خو خبره یې ځای ته ونه رسیږي. په اخیر کې هغه پیسې چې ده ته منظوري شي هغه بل څوک ترې خپل جیب ته ووهي.
دی په دې تور بندي شي چې سرکاري غر وهي او ډبرې یې خرڅوي خو خلک پرې ننګه وکړي، خلاص شي. کله چې راشي نو ګوري چې د ده کار ته کلیوالو ملا تړلې ده او په ګډه د غره لارې د جوړولو ته اړم شي.
دا لاره جوړه شي، د سرکار په پیسو نه، د دشتراتا په هڅه او نه ماتیدونکي عزم، د کلیوالو په مرسته او د دشتراتا او د فګونیا د لیونۍ مینې په برکت.
داسې نه ده چې په دې دوه ویشتو کلونو کې دې دشتراتا ستړی نه شي، خپل کار ورته نامفهومه ښکاره نه شي، ځان ورته لیونی ونه ایستي او دا نه کیدونکی کار ونه بولي بلکې دا ټول ورسره کیږي خو هغه عزم او هغه مینه چې دی یې دې کار ته جوړ کړی، هغه ور په زړه شي او بیا یې د غره سینې ته لګیا کړي ډبرې او کمرونه پرې مات او راکیرکنډه کړي.
په فلم کې داسې صحنې هم شته چې ځینې احساساتي ځوانان د خلکو د حقونو له پاره وسله واله مبارزه کوي چې بدلون راولي، خو په دې مبارزې کې خلک وژل کیږي او تغیر هم ډیر ژر له منځه تلونکی وي. خو د دشترت بدلون ورو ورو، د دوی په خپلو هڅو او په خپلو امکاناتو وي. ځکه خو دا لسګونه ګیلو متره لار جوړیږي او د کلي د تګ او راتګ مشکلات کمیږي او خلک یې پرمختګ کوي.
موږ هم په خپل وطن کې داسې د قوي عزم لرونکي مینان او وطندوستان لرو، کاشکې کې پر دوی هم د افغانانو له خوا فلمونه جوړ شي او د خلکو یې په لیدو د یوه ښه او عالي فلم غوندې تنده ماته شي او د خپلو خلکو او وطن سره یې مینه لا زیاته شي.
فلم ضرور وګورئ!