دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله يوې چينايي کمپنۍ سره د آمو دریا د حوزې د نفتو...

له يوې چينايي کمپنۍ سره د آمو دریا د حوزې د نفتو د استخراج تړون وشو

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ د آمو دریا د حوزې دنفتو د استخراج قرارداد له MCC ‏ چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شو.

‏د دغه تړون له مخې به د ۴۵۰۰ مترمربع ساحې څخه چې دشمال درۍ ولایتونه سرپل، جوزجان او فاریاب په بر کې نیسي، د تیلو استخراج کیږي.

‏د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د تیلو داستخراج ورځنۍ کچه به له ۱۰۰۰ څخه ترشل زرو ټنو پورې وي.

ويل شوي، چې ياده کمپنۍ به تر درېیو کلونو پورې پر دغه استخراج تر نیږدې ۵۵۰ میلیونه ډالرو پانګونه وکړي.

‏د تړون له مخې به د طالبانو اداره په دې پانګونه کې ۲۰ فیصده شریک وي چې دا سهم او اندازه به تر ۷۵ فیصده پورې پورته کیږي.

د طالبانو چارواکي وايي ‏په دغه پروژه کې ۳۰۰۰ افغانانوته کار پيدا کیږي.

ذبيح الله مجاهد زياتوي:«یوه ډيره مهمه ماده چې له چینايي شرکت MCC کمپنۍ سره په قرارداد کې ځای پرځای شوې داده چې که نومړي شرکت تر یو کال پورې هغه ټول مواد او موارد پوره نکړي چې په قرارداد کې يې ژمنه کیږي، قرارداد به په اتومات ډول بیرته فسخ کیږي.»

‏د نوموړي قرارداد ټوله موده به ۲۵ کاله وي.

د دغه تړون د لاسليک په مراسمو کې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د دوی وزیر مولوي شهاب الدين دلاور برادر برخه لرله.

1 COMMENT

  1. چین باید دداسې یو ډلې سره چې د خلکو په خوښه او رایه یې حکومت نه وي جوړ شوی او هیڅوک یې په رسمیت نه پیژني حتی چین هم باید قرارداد لاسلیک نه کړي. ځکه دا هر څه د افغانانو ملکیت دی او غیری قانوني یې راویستل غلا ده او حساب به ورسره وشي. طالب نه افغان دی او نه افغانستان او افغانانو ته وفادار، ځکه دا یوه تروریسه ډله ده چې هیڅ قانوني مشروعیت نلري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب