یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ط-انو د شکنجو پر مهال د يوه افغان جنرال د وژل...

د ط-انو د شکنجو پر مهال د يوه افغان جنرال د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ راپورونه وایي چې طالبانو د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت یو جنرال محمدابراهیم جهادیار، چې له درېیو میاشتو راهیسې ېې بندي کړی و، د شکنجو پر مهال وژلی دی.

د دغه جنرال خپلوانو رسنيو ته د نوموړي د وژل کیدو خبر ورکړی، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمايندګۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي، چې د طالبانو مشر خو خپلو پخوانيو مخالفانو ته د دوی په اصطلاح« عفوه» کړې وه، لکه چې په دې اړه د خپل مشر اطاعت واجب نه بولي.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

3 COMMENTS

  1. انا لله وانا الیه راجعون .
    الله پاک دې شهادت په خپل دربار عظیم کې قبول کړي.
    یا الله یا قهار او جبار ذاته دا ظالم طالیبان خو په خپل قهر او غضب اخته کړي، او په خپله قهرجنه سپیړه یې داسې ووهي، چې تس و نس شي، او له دې ښکلي او سپیڅلي وطنه ورک او نیست او نابود شي.
    ربه ستا معصومه بندګان یې ډیر په شهادت ورسول، نور دغه سفاکانو نه دا وطن کنګال کړي.
    طالبه تا له شرم پکار دی، چې د هیواد ساتوونکي او اتلان او خادم ځوانان وژنې !
    حسبنا الله ونعم الوکیل، نعم المولی ونعم النصیر .

  2. د وطن ساتونکي او زمریان مه وژنئ ، که نه بیا به ګیدړې ستاسو پربامونو ګرځي .

  3. خبره دا نه ده چی وژل سوی کس یا کسان څوک او څه وه بلکه خبره دا ده چی وژنه یوه کرغیړنه کړنه ده. د وژل سوو کسانو د کورنیو د غړو د بد اقتصادی او روحی او روزنیز حالت مسئولیت به د قاتل او قاتلانو پر غاړه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب