یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهپه یمن کې د دوزخ کنده- د شیطانانو کور

په یمن کې د دوزخ کنده- د شیطانانو کور

د (دوزخ کنده یا څاه) تل ته ورکښته شوو؛ خو نه مو پېری ولید نه شیطان.

د (دوزخ کنده) په نوم یوه څاه د یمن په دښته کې ده چې د سیمه ییزو افسانو له مخې یې (د پېریانو زندان) بولي. دا څاه د یمن په المهره ولایت کې ده. د خولې قطر یې 30 او ژورتیا یې 112 متره ده. د ځایي اوسېدونکو په وینا له دې څاه څخه تل خوسا او ناوړه بوی راپورته کېږي چې دوی یې منشا/ سرچینه ( ندي شیطانان) ګڼله.

ځینې بیا وايي چې دا د پیریانو محبس دی. یو شمېر بیا باور لري چې که څوک دې کندې ته نژدې شي، کنده یې ځان ته ورکاږي.

د یمن سمڅ- پېژندونکو یوه ‌ډله چې کله دې څاه ته ورغلل. دوه کسه یې پورته د څاه له خولې سره د ځمکې پر سر پاتې شول؛ خو یو یې چې پروفېسور کنډي نومېږي په رسۍ باندې د څاه تل ته ورکوز شوی و.  کنډي وایي چې موږ د مارانو او ژویو له مړیو پرته بل څه هلته ونه لیدل. دا یې هم وویل چې: ” د څاه په تل کې داسې ماران هم وو چې که تا کار نه وی ورسره درلودلی، هغوی هم پر خپل کار اخته وو”.

کنډي وویل چې له دې عملیاتو او څېړنې څخه یې موخه د یمن د تاریخ د یوې هیښندې او مهمې برخې څېړل وو.  له پېړیو راهیسې یمنیانو له یوه نسله بل ته داسې افسانې لېږدولي چې ګواکې دې څاه کې خبیثه اروا، پېریان او شیطانان دې ژور سوري کې بندیان دي؛ نو ځکه یې (د دوزخ دروازه) هم بلله. د همدې ځای ځینې اوسېدونکي د بد شګون له وېرې بیخي د دې څاه په هکله خبرې نه کوي.

سرچینه:  بي‌بي‌سي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب