شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپر ویزو تجارت او افغانانو سره تاوتریخوالی، د پاکستان قيودات اوج ته...

پر ویزو تجارت او افغانانو سره تاوتریخوالی، د پاکستان قيودات اوج ته رسېدلي

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ پاکستان کې مېشت افغان پناه غوښتونکي شکایت لري، چې پاکستان یې نه هلته د اوسېدو ويزې په ارزانه او اسانه تطبيقوي او نه له مالي جریمې پرته له دغه هېواد څخه د ممکنه وتو اجازه ورکوي.

يو شمېر افغان پناه غوښتونکو تاند ته وويل، چې پاکستان یې د کورنۍ د هر غړي د ويزې په تمدید نیږدې پینځه سوه امريکايي ډالره غواړي، که ويزې تمديد نه کړي تاوتریخوالی ورسره کوي او هم ېې له پاکستان څخه بل هېواد ته د ممکنه سفر پر مهال کورنۍ سره زرګونه ډالره جریمه کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافير سردار احمد شکیب وايي، چې افغانانو ته د پاکستان د وېزې د ورکړې په چاره کېمافیایي ډلې موجودې او حاکمې دي.

نوموړی وايي:«یا وزیره نه صادرېږي او یا هم د هغه شرطونه سخت دي خلک اړ کېږي چې کمېشن کارانو ته لاړ شي. کمېشن کاران له هغوی د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ ډالرو ترمنځ اخلي.»

په تېره ولسي جرګه کې د خلکو استازی کمال ناصر اصولي وايي:« ‏د پاکستان سفارت د یوې ویزې د ورکړې ۱۲۰۰$ اخلي ، کمیشن کاران یې معلوم دي ،د چا د فورمو نمبر چې د کمیشن کارانو لخوا سفارت ته ورکول کیږی همغه مشخصې ویزې د سفارت لخوا اجرا کیږي.نور خلک په میاشتو منتظر دي او ویزې یې نه صادریږي . دغې ته وایي د افغانانو لوټل او د افغانستان نه د پیسو وړل.»

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې یو شمېر پاکستاني خبريالانو او له هغې ډلې طاهر خان د پاکستان د ويزو د مافیا له لاسه شکایت کړی او خبرداری ورکړی و، چې دغه مافیا به افشا کړي.

نوموړي وروسته په دې اړه نور لیکل ونه کړل او یاده مافیا ېې تر اوسه نه ده افشا کړې.

1 COMMENT

  1. تر هرڅه د مخه دعا کوو چې الله تعالی د زمونږ خپل وطن کې داسې شرایط برابر کړي چې افغانان نورو هېوادونو ته د سفر او کډوالۍ له احتیاجه خلاص شي .
    ټالبان او پنجابیان د افغانانو په ځورولو کې یو ډول برخه لري .
    د هېواد په داخل کې ټالبانو د کار ، ژوند ، اعتماد او اوسېدو شرایط دومره سخت کړیدي چې زمونږ هېوادوال سفر او کډوالۍ ته اړکیږي . دوی اول د پنجاب شیطان خانو ته اړکیږي چې ویزې د زر یو نیم زردالرو په مقابل کې واخلي . لکه دوی چې په لوی لاس خپل ورونه لاس تړلي د لیونیو سپیو په خوله کې وراچوي .
    کله چې پنجاب ته ورسیږي ، هلته د اوسېدو ځای د ثبتولو او یل د وتلو په وخت کې بیا ځلې پنجابي پولیسو ته د رشوت ورکولو لپاره اړکیږي چې د هغوی د خوښې پیسې ورکړي .
    که د ژوند او اعتماد شرایط په افغانستان کې برابر وای ولې به زمونږ هېوادوال د تور پنجاب ظلم ته محتاجېدل .
    الله ج د ظالمانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب