Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندهار د انارو ۲۰ سلنه کمښت؛ د ۴۸ ميليونه ډالرو صادرات...

د کندهار د انارو ۲۰ سلنه کمښت؛ د ۴۸ ميليونه ډالرو صادرات یې لرل

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ د کندهار د کرنې رياست يو مقام مولوي شمس الرحمن موسی وايي، چې د دغه ولايت د انارو حاصلات تېر کال د نورو کلونو په پرتله ۲۰ سلنه کم شوي وو.

نوموړی ځینې کرنيز مرضونه او د ورښتونو کمښت د حاصلاتو د دغه کمیدو اصلي لاملونه بولي.

‏د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا وايي، چې له دې سره هم کندهار د ۴۸ ميليونه ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو ته انار صادر کړي دي.

 نوموړی وايي د انارو ډېره برخه پاکستان او هند او یوه برخه يې روسیې او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

‏د کندهار کروندګر غوښتنه کوي، چې د حاصلاتو د ښه کیدو او زیاتیدو لپاره دې مرستې ورسره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...