پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+لا اقرا په غلام کېدو تاکید دی| شکیبا پکتین

لا اقرا په غلام کېدو تاکید دی| شکیبا پکتین

ډېر کله فکر کوم، چې ځینې انسانان ولې له خدای هم ځان لوی ګڼي فرعونیت همدا شی راته بريښي، چې انسان د خدای چارې نقضوي؛ ځکه الله حکم راته کوي اقرا! خو انسان راته وایي لا اقرا! دا تضاد وګورئ زه د انسانیت دعوه لرم خو نارینه مې د جنس په تله تلي د 2022کال پای د نجونو لپاره ډېر خواشينو,نکی و؛ ځکه چې موږ هم د پوهنتون له دروازې راوشړل شو او له لوړو زده کړو په یو امر محرومې شو او د مکتب نجونو ته ورته موږ هم امر ثاني ته په تمه باید په کور پاتې شو. اوس ټولې نجونې د زده کړو اجازه نه لري اوس لکه غلامان موږ هېڅ هم نه لرو.
افغانستان به لومړنی هيواد وي چې نجونې يې له بکلوريا او لوړو زده کړو محرومې دي او له دې سره يو ځای دولتي او شخصي ښځينه کارکوونکي هم له وظيفو منع شوې دي په افغاني ټولنه کې، چي د نارينه وو په نسبت ښځو ته کم ارزښت ورکول کيږي او د خپل انساني (خدای ورکړو) حقوقو څخه محرومې دي؛ نه يوازې دا چې له انساني حقوقو څخه محرومې دي؛ بلکې له ظلم او تاتريخوالي سره هم مخ دي او د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې، چې نجونې د بکلوريا او لوړو زده کړو لپاره ژاړي، ځوريږي ان دا چې وهل کيږي، چې دا ظلم به نه تشریح کېدونکی او نه جبرانيدونکی وي.
زه چې په افغاني ټولنه کي ژوند کوم د افغانستان د نجونو په ډله کې وم اخري امتحان مو و او د امتحان ورکولو لپاره مو  اجازه نه لرله خو په سختۍ سره مو وکولای شو امتحان په بريالي توګه ورکړو، نه يوازې، چې د امتحان اخره ورځ مو وه؛ بلکې پوهنتون ته دتګ اخره ورځ مو هم شوه، بغير له دې چې لوړې زده کړې په بريالۍ توګه پای ته ورسو. دا زما په ژوند کې هغه خواشوونکې ورځ وه، چې تل به مې د یوې بدې پيښې په دود ياد پاتې شي.
مخکي له دې چې دولت د نجونو د زده کړو د بنديز په اړه پريکړه وکړي ما په ډېرو سختو شرايطو کي خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکاوه او له سختو ورځو سره مې مبارزه کوله زه نه غواړم د هغو نجونو په څېر چې له لوړو زده کړو څخه د پاتې کېدو له امله یې ځان وژنه کړې ځان وژنه وکړم او غواړم لوړو زده کړو ته مي دوام ورکړم او له نړيوالې ټولنې هم غواړم، چې له ماسره په لوړو زده کړو کې مرسته وکړي او هيله لرم، نه یوازې له ما سره زما غوندې هغو نجونو سره مرسته وکړي، چې غواړي د جهل په وړاندې د علم په تېلو بل څراغونه شي.
تاسو به د غلامانو د ټولنې داستانونه اورېدلي یا لوستلي وي غلامي بل شی نه وي دا وي، چې د نورو په خوښه به ګرځې او حتی تنفس اخیستل به ستا په واک کې نه وي او زموږ په وطن کې د غلامۍ نوې بڼه همدا د نجونو داستان دی چې زه به په زغرده ووایم: الله ستا یوه ډله نارینه مخلوق ما (جلۍ) په یوویشتمه پېړۍ کې د انسان په توګه نه مني او زه ترې په ژړا د تعلیم حق غواړم او اقرا، اقرا نارې وهم او په زغرده وایم چې لا اقرا! په غلامۍ تاکید دی او زه به د غلامۍ نه د خلاصون مبارزه کوم.

2 COMMENTS

  1. ستاسی درد د درک وړ دی، هغه څوک به د درَک وړ وی کوم چی ښځو ته په سپکه سترګه ګوری.
    نن سبا موږ ته فقط په ځانو کی د ” هیلو ” د روزلو توان را پاتی دی او بس. د امکان څخه لیری نه ده چی یا مو د ښځو آرزوګانی او هیلی ( خصوصاً تعلیمی هیلی ) د تحقق په لمر روښانه سی او ېا مو د نرانو او ټول وولس پر هیلو هم توری خاوری را واوړی.

  2. هند ته دعا کوه چې د سيمې لوی ځواک جوړ شي او په اول سر کې د دیوبند مدرسه و تړي او په دوم ګام کې خپل ټوټه وجود په ځان پورې ښخ کړي. بيا کېدای شي د افغانستان خلک ښې ورځې و ويني. خو موږ دومره کولای شو چې له الله څخه و غواړو. د برکت لپاره خپل هېڅ خوځښت نه شو کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب