سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهموندنې: تېر میلادي کال افغانستان کې ۳۵۰ تنه د شرعي حدودو د...

موندنې: تېر میلادي کال افغانستان کې ۳۵۰ تنه د شرعي حدودو د تطبيق په نوم مجازات شوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ د تېر ميلادي کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا درې نیم سوه تنه د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري په مختلفو ولايتونو کې د شرعي حدودو د تطبيق په نوم په عام محضر کې مجازات شوي.

د نیمرخ په نوم یوې رسنۍ په خپرو کړو ارقامو کې لیکلي، چې طالبانو په ۲۲ ولايتونو کې د ۸۱ ښځو په ګډون ۳۵۴ تنه په ورته توګه مجازات کړي دي.

له دوی څخه ځینې یې په درو وهل شوي، ځینې سنګسار او په ډزو وژل شوي او د ځینو په مرمیو سوري جسدونه په عام محضر کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

طالبانو د یادو ارقامو په اړه څه نه دي ويلي.

دوی د ورته مجازاتو دوام د اسلامي شريعت او عدالت د تطبيق لپاره اړین ګڼلي، خو منتقدین ېې باور لري، چې د جرمونو پر ضد دا ډول کړنې او مجازات ډېر وروسته پاتې او اوسنيو شرايطو سره برابر نه دي.

د طالبانو منتقدین د دوی دا ډول مجازات او محاکمې غیر عادلانه او د بشري حقونو نقض بولي.

په دې اړه د طالبانو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه هم ښودل شوي او ټینګار شوی، چې طالبان تورنو کسانو ته له ځانه د دفاع او مدافع وکيل لرلو حق او امکانات نه ورکوي.

1 COMMENT

  1. باید مسجدونه هم کنترول شی چی هر ملا یی طالب ځان ته ساتلی او دې لوط علیه سلام نارواوېې ور سره کوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب