جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر: د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ جوړوو

ملا برادر: د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ جوړوو

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏ د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی

 د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

د نوموړي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، په پیل کې د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د جوړېدو موضوع وه.

په دې اړه پرېکړه وشوه چې د زمینداور پروژې ته ټاکل شوې کمېټه دې، په دې تفکیک سره چې مشري به یې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا کیږي، د لغمان شاهي کانال په اړه تخنیکي او مالي څېړنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

ور پسې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندهار،ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په شمول، د افغانستان په هر بندر کې دې د خوړو، درملو او نورو توکو د معاینې په موخه واحد کمپلکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې په نوموړو کمپلکسونو کې خپل لابراتوارونه فعال کړي.

غونډې پریکړه کړې، چې د یادو کمپلکسونو د ودانیزو چارو د ترسره کولو او د معاینو د اجراء کولوعملیاتي چارې دې خصوصي شرکتونو ته په عامه-خصوصي اوږدمهاله قراردادونو ورکړل شي.

د یادې چارې تر بشپړېدو دې د خوړو او درملو د معاینې چارې د خوړو او درملو ادارې له خوا د پخوا په شان پر مخ ځي.

همدارنګه ویل شوي، چې د خوړو او درملو اداره دې په ښارونو کې د خوړو او درملو د معاینې په موخه د خوړو ۸ او د درملو ۴ لابراتوارونو قراردادونه خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ له پاره وړاندې کړي.

 د غونډې په بله برخه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لابراتوارونه دې په بنادرو کې د جوړېدونکو کمپلکسونو په جوړښت کې په نظر کې ونیول شي.

دغه راز دې دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د نباتاتو د قرنطین او روغتیا ساتنې کمېټې پر پرېکړو غور وکړي او خپل نظریات دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

 د طالبانو اعلاميه زياتوي، چې په غونډه کې د هېواد د طبیعي منابعو څخه په ګټې اخیستنې سره د اساسي درملو د تولید د پراختیا طرحې په اړه خبرې شوي او پرېکړه شوې، چې د ابن سینا د درملو دولتي شرکت دې خپله طرحه له مالیې وزارت سره شریکه کړي.

 د ملا برادر په مشرۍ دغه غونډه کې ویل شوي، چې مالیې وزارت دې د یاد شرکت طرحه له دولتي بانکونو سره شریکه او د اسلامي بانکدارۍ د اصولو په رڼا کې دې د یوه بانک مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

 همدارنګه په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له چیني شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا فابریکې جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي ۲ برېښنا بند د جوړولو هوکړه لیکونو په تړاو بحث شوی.

 له بحث وروسته پرېکړه شوې، چې له یادو شرکتونو سره د هوکړه لیکونو موضوع تائید ده. د کانونو او پټرولیم وزارت دې په جوزجان ولایت کې د چیني شرکت د پروژې اړوند د ګازو د ذخایرو د کفایت په اړه اطمینان حاصل کړي.

په غونډه کې پریکړه شوې، چې د یادو چارو تر بشپړېدو وروسته دې د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو شرکتونو قراردادونه دمنظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

ورپسې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ هیئت ته دنده سپارل شوې، چې د بوستان سبز له فابریکې څخه له نژدې لیدنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

د غونډې په پای کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو پر موضوع بحث او پریکړه شوې،‌چې د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د اېجاد موضوع تایید ده.

ويل شوي، چې د یاد بورډ د رامنځته کولو طرحه دې له وزارتونو او اړوندو ادارو سره شریکه او دوی دې د طرحې په اړه خپل نظرونه د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته وسپاري.

2 COMMENTS

  1. دا څه د میږو پچې ندي چې ویې شمیرئ. په لاره تګ مو د سړو ندی، خبرې مو د انسانیت ندي، د عقل نه بیخي خالي یاست او د جهالت له وجې خو حتی د قران او حدیث هم منکر یاست مګر بورډونه جوړو. دا د باسواده، عاقلو او عالمو خلکو کار دی کینۍ د نړیوالو پیخې کوئ او کوشش کوئ چې ځانونه د هغوی سره سیال و ښایی مګر داسې حکومتونه نه چلیږي کوم ځای به درنه وشلیږي.

  2. طالبان چې خبري کوى بىا ىې عملي کړي هم دي. تير پردۍ حکومت يې په شرمو وشرماوو. که څوک دپهي دعوه کوى نر دي سي او دطالبانو په پريکړو دي انتقاد وکړى چي افغانستان تري فائده ترى واخلي. که نه نو داسې خبرې دافغانستان له ملي ګټو سره تضاد لرى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب