Homeخبرونهمولوي کبیر د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

مولوي کبیر د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي پینځلسمه)‏د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې له مرستیال مارکوز پوتزل سره په لیدنه کې د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اعلاميې له مخې ، په دې لیدنه کې مارکوز پوتزل وویل چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت او افغانانو ته د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام لري.

هغه وویل یوناما د افغانستان د حاکمې ادارې او نړیوالې ټولنې تر منځ د پل حیثیت لري او هڅه کوي چې د دواړو تر منځ واټن پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه د افغانانو دین او کلتور ته درناوی لري، خو د ښځو د زده کړو او کار په اړه په اوسني وضعیت قانع نه دي او د طالبانو وروستي فرمانونه به د نړیوالې ټولنې پر کار او مرستو منفي اغېز وکړي.

هغه وویل چې د طالبانو اداره باید د ښځو د زده کړو او کار او په دې هېواد کې د ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

مولوی عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه وکړه او د دې مرستو دوام یې وغوښت.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل چې د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او ملګري ملتونه باید په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري.

نوموړي وویل دویح د ملګرو ملتونو نقش ته د قدر په سترګه ګوري، له نړۍ سره نیک تعامل غواړي او یوناما دې ورسره په دې اړه همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو اداره ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، په اوسني حکومت کې د هر قوم او هر ولایت خلک شته او لاهم هڅه کېږي چې د هرقوم او سیمې متخصص او هیواد ته ژمن خلک په حکومت کې ځای شي.

نوموړي وویل، دیني او عصري زده کړه د هر افغان حق بولي او د افغانانو د مذهب او فرهنګ په رڼا کې دښځو د زده کړو او کار لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو بوخت دی او په دې اړه د نړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي.

دغه طالب مقام زياته کړې، هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او پدې اړه موجودې بې بنسټه دعوې ردوي.

طالبانو نه دي ويلي، چې د نړیوالو بشري مرستې دوام لري که ځنډول شوي.

په وروستيو کې افغانستان ته د نقدي مرستو د رسیدو د ځنډیدو نا تایید شوي راپورونه ورکړل شوي او دلیل ېې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د مشرتابه نوي بندیزونه ښودل شوي.

1 COMMENT

  1. مرستو پسې خو مړه یاست بیغیرتو هغه د مور میړه پنجابي مو ټولې میندې او ماشومان په زندانو کې اچولي په هغې ولې غیرت نکوئ. څه په ۵۰۰۰ کلن تاریخ بیا ځانو ته د احمدشاه او میرویس اولاده وایی او د پنجابي وړاندې پدې لویو ږیرو او سپګنو سرو لاس په نامه ولاړ یی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...