جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافراسياب خټک: ذبيح الله مجاهد د شکريه بارکزۍ له باور او پوهې...

افراسياب خټک: ذبيح الله مجاهد د شکريه بارکزۍ له باور او پوهې سره د پرتلې وړ نه دی

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏ ‏د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال او د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود افراسياب خټک د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد او مشهورې افغان سياستوالې شکريه بارکزۍ وروستي ناندريز بحث ته غبرګون وښود.

ښاغلي خټک پر خپلې ټویټر پاڼې د دغه بحث له شریکولو سره وليکل: د طالبانو وياند د شکريه بارکزۍ له ځان باورۍ، پوهې او هیجانونکي بيان سره د پرتلې وړ نه دی.

د هغه په وينا، په افغان پارلمان کې د مېرمن بارکزۍ پياوړو ويناوو طالبان دومره ډار کړي وو، چې څو ځله یې د هغې د وژلو هڅه وکړه.

افراسياب خټک افغان ښځينه رهبرانو ته د لا پياوړتيا هيله ښودلې ده.

د ذبيح الله مجاهد او شکريه بارکزۍ دغه ناندريز بحث، چې په ویډیویي بڼه ازادۍ راډيو تنظيم کړی و او ملالۍ بشير مخته وړلو، په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په دې بحث کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل ، په داسې حال کې چې احساساتي شوی و، د پاکستان سیاسي نظام یې غیر شرعي وباله.

شکریه بارکزۍ په دې بحث کې طالب ویاند ته د پېغور په بڼه وویل: دا فکر مه کوئ، چې افغانان ګواکې په تېرو ۴۰ کلونو کې مسلمانان شوي او تاسې له پاکستان نه راغلي به اوس دوی ته اسلام ور ښيئ.

دغې افغان سیاستوالې طالب ویاند ته دا هم وویل، چې ستاسې اصلي مرکز(پاکستان) ان هغه مهال چې ستاسې تحریک یې جوړاوه، صدراعظمه یې یوه ښځینه( بینظیر بوټو) وه، پاکستان خپله څه ډول اسلام لري، چې ستاسې په وسیله افغانان د اسلام په نوم د ژوند له ډېرو اساسي حقونو را ګرځوي؟

شکریه بارکزۍ بیا وویل، چې طالبانو ته د نړۍ شاوخوا یو میلیارد ټول مسلمانان نامسلمانه او یوازې ځانونه مسلمانان ښکاري.

د طالبانو تبليغاتي مبلغينو بيا په ټولنیزو رسنیو کې شکري بارکزۍ ته ښکنځلې کړي او د ذبيح الله مجاهد ملاتړ يې کړی.

4 COMMENTS

  1. شکریه بارکزۍ یوه پوه او په هیواد مینه او رښتېنی افغانه ده او پدی پوهیږی چی تالبان له کوم ځایه او د چا د ګټو د خوندی کولو لپاره د چا په اوږو تر ارګ رارسیدلی دی.

    د افراسیاب خټک صیب دا خبره وزن لری چی د شکریه بارکزۍ مقایسه د حقانی مدرسی د یو چڼی سره چی د پاکستان په خوله خبری کوی او د پاکستان د سفیر نه هر سهار او ماښام الهام اخلی د مقایسې وړ نه ده.
    بله دا چی تالبانو د خپلو خیرنو واسکټونو په جیبونو کی پاکستانۍ ټاپۍ هیشه د ځان سره ګرځوی او هر وخت ددلیل او منطق په ځای يی په په خلکو لګوی.
    د شکري بارکزۍ دا خبره هم پخه او د یادولو وړ ده چی که تالب د هغې په خلاف کوم اسناد لری چی اوس ورته لاس رسی هم لری او یا د کوم خیانت او غبن شواهد لری راودی باسی. په بل صورت کی خپلی پاکستانۍ ټاپی دی په خپلو خیرنو واسکټونو کی د ځان سره سمبال وساتی.

    شکریه بارکزۍ او هر یو په هیواد مین افغان او افغانه پدی ښه پوهیږی چی تالبان پرته له وحشت. تور جهالت. کرکی، ناپوهۍ او د افغانستان او افغانانو احتیا جولو او ذلیله کولو نه افغانستان ته بل هیڅ شی نه شی ورکولی.

    هر یو افغان چی د افغانستان د ښیرازۍ او ابادۍ لپاره پوهه او فکری استقلال ولری او خپل غږ راپورته کړی ددې وحشی ډلی مخکی هم ورسره دښمنی وه او اوس هم ورسره ستره دښمنی لری چی شکریه بارکزۍ يی یو ژوندی مثال دی چی لا ددوۍ دوحشت نه ژوندۍ پاتی ده.

    له بده مرغه زمونږ ولس ډیر خوش باوره او پداسی خواب ویده دی چی تر اوسه هم د خپل دوست او دښمن توپیر نه شی کولی او ښايی یوازی د اسرافیل ع په شپیلۍ به راویښ شی.

    دارواښاد صابرشاه صابر صیب یو شعر چی له دی خبری نه زوریږی راپه زړه شو:

    مونږه د خپلو خوشفهمو په څلو وژاړوی
    حقیقتونه فیصلې څومره سنګینی کوی

  2. طالبان د افغانستان د ملي ارزښتونو او ملي ګټو او افغاني هویت څخه انکار کوي، او د پاکستان د شومو موخو لپاره افغانستان په سیستماتیک ډول ورانول غواړي. د تیرو څلورو میاشتو راهیسي د دوی حکومت ولي ناکامه او هر څه مخ په روړ روان دي.

  3. الحمدالله ، د افغانستان ټول مسلمان او مېړنی ولس په ګرانې خور شکریه بارکزۍ ویاړي چې د ټالبانو ویاند ته یې داسې قانع کوونکي ځوابونه وویل چې بیا به هېڅکله هم له دوی سره مناقشې او مناظرې ته حاضر نه شي .
    ټالب ته د افغانستان د ملي ګټو پرځای د پنجاب ګټې او منافع ډېر اهمیت لري . د افغانستان د وسله وال پوځ عصري وسایل یې په ډېر حماقت او ناپوهي سره د افغانستان ازلي دښمن شیطان ابن شیطان پنجاب ته بار کړل.
    د افغانستان ویاړلی بیرغ چې د ملي وحدت ، اسلامیت او د نیکونو ویاړ دی ، د ارګ له پاسه را کوز کړ او پرځای یې تنظیمي جنډه و ځړوله .
    د ښوونځیو ، پوهنتونونو ، ټولو علمي او اکادمیکو مرکزونو دروازې یې د افغان اولادونو او ځوانانو پرمخ وتړلې چې افغانان د علم له نعمت نه محروم اود هرې ستونزې د حل لپاره پنجاب ته مخه کړي .
    ملي اردو او ټول وسله وال پوځ چې تل یې د پنجابیو او د هغو د تالي څټو په مقابل کې زمرو په شان ولاړ ول منحل کړ . منسوبین یې بې سرنوشته او د هریوه ژوند د عمومي عفوې سره سره هره لحظه تر تهدید لاندې ده .
    د هېواد زرګونه ملي کدرونه او متخصصین چې د دې ملت لپاره یې د د زړه او دماغ حیثیت درلود ، د پنجابي کفري ټاپو په وهلو مجبور کړل چې خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي .
    که مخکې امنیت نه وو ، د هغو اصلي عامل همدا ټالبان ول چې ښوونځي ، روغتونونه ، دولتي تاسیسات ، پلونه ، سرکونه ، د اوبو بندونه او نور عام المنفعه تاسیسات یې ورانول . اوس چې قدرت ته رسیدلي دی ، د هغو د بیا ودانولو مسؤلیت هم د ټالبانو پرغاړه دی .
    د ټالبانو رئیس البغرا وایی چې دوی له ولس سره د رزق او روزي تعهد نه وو کړی . نو د دوی مسؤلیت به څه شی وي ؟
    دا خلک او افغان ولس خو دا 1400 کاله مسلمانان دي ، د شریعت ټول احکام جاري دي ، ستاسو مبارزه خو د قدرت تر لاسه کوولو لپاره وه . اوس چې واک ستاسو دی ، آیا د ملت او ولس پروړاندې ځان مسؤل نه بولئ ؟

  4. جه دخلکو عقل تمام سی نو شوکریه (شکریه) به ملی کس بلل کیږی. هغه دونه بیسواده ده دهغی تویتر پاڼه یی وګوری.
    بلی په غلامانو کی شیرپاو او شوکریه نامتو دی. بس دپردو دلالی ده دغلو پاچاهی ده سره ډیوی یی. دآزادمنشو رنګ دی نه بدوی.
    عچیب شیر پاو دوست دی او عمران دښمن.
    دځیره خورو په مذهب هم پاکستانیان خپلیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب