جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهط کابل کې يو ځوان وژلی او يو خبريال يې ډبولی

ط کابل کې يو ځوان وژلی او يو خبريال يې ډبولی

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏ ‏ په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د مرګ ژوبلې د صفر کيدو ادعا کړې، دغې ډلې په کابل کې د طالبانو تالاشۍ ته د نه ودریدو په تور د يوه ځوان وژل کیدل تایید کړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي ويلي، چې دغه ځوان يې جنګیالیو د کابل ښار په قواې مرکز سیمه کې ودراوه، خو نه دی دريدلې.

د هغه په وينا، طالب جنګياليو پر دغه ځوان چې فيصل نومیده، ډزې کړي چې په ترڅ کې یې هغه لومړی ټپي شوی او بيا په روغتون کې مړ شوی دی.

بل لور ته: د کابل ټايمز ورځپاڼې خبريال اسد کاشفي د کابل په سیلو سیمه کې طالبانو سخت ډبولی دی.

د دغه خبريال د ډبولو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

په ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان خبریالانو د نوموړي خبريال د ټپي شوي وجود عکسونه خپاره کړي او ورسره د طالبانو دغه چلند یې غندلی دی.

د تاند د پرونيو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۱۱ تنه نور هم د مختلفو پېښو له کبله وژل شوي او ۵ تنه ټپيان شوي وو.

په دوی کې د کندهار واده د يوه کاروان هغه دوه وژل شوي او ۳ ټپي شوي هم شامل وو، چې د طالبانو تالاشۍ ته د نه ودریدو په تور د دوی جنګياليو پرې ډزې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب