عبدالوهاب مومند
دا هغه پوښتنه ده چې اوسني ځوانان یې خپله د ځواب په لټه کې دي خو داسې کم ځوانان پیدا کېږي چې ددې پوښتنې تر ځوابه او حل لارو چارو پورې ورسېږي. د اوسني ځوانانو زیات وخت په زړه تنګون او د انفرادیت په احساس کې تېرېږي، دوی په ورکه کې وي، هغه څراغ پسې ګرځي چې دوی له دې ستونزې، ژور خپګان او ډېپرېشن څخه وباسي. ما ډېری ځوانان لېدلي دي، چې دوی هر کله له ژونده نهیلې وي او منفي افکار له دوی څخه په بشپړه توګه را چاپېر وي، په خپل نفس باندې د باور غریزه یې ډېره کمه وي، که اوس ورته د حل لارې ور په ګوته کړې خو وروسته د خپلې پرېکړې څخه ژر اوړي، ځکه همدا ژور خپګان د اوسني ځوانانو اندېښنې له حده زیاتې کړي دي، د دوی د هوډ غریزه یې دومره سسته کړې چې لټ او تیار خواره یې اموخته کړې دي، د ژوند د چارو تنظیم باندې لاس بري نه دي. دا د عصر ژوند دی چې پر دوی باندې ګرځي، باید دوی د عصر پر ژوند باندې پلي وای. جالبه خو دا ده، چې معاصر ځوان مو په الله توکل کوي خو د توکل په ګټې اخیستنې باندې نه پوهېږي او له دې هم عاجز وي چې کله باید پر الله (ج) باندې توکل وشي؟ دوی یوازې ناست وي او پر الله تعالی باندې توکل کوي. هغه توکل شونی وي چې د یوې وسیلې له استعمال وروسته باید توکل وشي او کړنه مو د هوډ په ګاڼه سمبال وي نو د داسې توکل پایله هم ان شاءالله! مثبته وي.
اوسني ځوانان له ژونده ډېر شکایت کوي، وایه! په حال مو که وخت خبرې کولی شوای نو ژوند به له داسې ځوانانو دومره ګیله من و، چې حد به یې نه درلود. دوی هر څه غواړي او د هر څه ارمان ورځي خو رسېدل ورته ناشونی ښکاري. موږ د ژوند په مدیریت کې له استثناء پرته هېڅ کار ناشونی نه وینو، ولې دوی تل منفي فکر کوي او ولې هر کار ته رسېدل ورته ناشونی ښکاري؟ دا پوښتنه به داسې ځواب کړو چې خپګان او اندېښنې خپله د نهیلۍ وروستی حد دی، کله چې ژور خپګان پر موږ برلاسی شو، ګوښه ګیري مناسب کار بولو، د یواځيتوب په لړ کې د هر څه ارمان کوو خو رسېدل ورته عبث کار ښکاري، ولې؟ ځکه چې منفي افکار د هیلو ماڼۍ لاسته راوړلو لپاره شونی کار زموږ په ذهن کې ناشونی کوي او تل د هر پلان نتیجه صفر منفي صفر بولو چې په داسې توګه ډېپرېشن (ژور خپګان) پر موږ لا غالبه کېږي. د اسلامي او معاصرو څېړنو پر بنسټ دې لاملونو او حل لارو ته راځو چې ولې اوسني ځوانان مو زیات تر اندېښنې لاندې دي؟
۱ـ له الله «ج» سره ټینګه اړیکه نه ساتل:
اسلام د سکون دین دی، خو دا چې زموږ اوسني ځوانان ولې سکون نه لري؟ دا به د دوی نفس او سستې عقیدې پورې اړوندېږي. کله چې ستونزې او اندېښنې انسان باندې برلاسې شي نو همدا انسان دې ووایي: زه الله پاک لرم، هغه په هر څه باندې قادر ذات دی، په دنیا او اسمانونو کې هر څه د هغه تر حکم لاندې دي نو وبه ګورو چې وېره، ستونزې او اندېښنې ډېر ژر انسان پرېږدي. له بده مرغه زموږ د معاصر ځوان اړیکه له خدای تعالی سره د تار په څېر نازکه ده، که اندک هم وښورول شي، ممکن له خپل دین نه هم واوړي، ولې؟ ځکه چې معاصر ځوان له اسلام نه ډېره مطالعه نه لري او همدا د دوی د څېړنې د کمښت له کبله دی. موږ وایو چې لمونځ انسان ته ارامښت ورکوي نو بیا ولې ځینې کسان ژور خپګان لري؟ ځکه زموږ ډېری اوسني ځوانان لمونځ په داسې طریقه اداء کوي چې هغه ته د لمونځ کولو ښه طریقه نه شو ویلی او بل دا چې آن د لمونځ پر مهال فکر او د زړه سترګې یې دنیوي خبرو ته متوجې وي نو کله چې موږ د لمونځ کولو او دعا غوښتنې طریقه په عاجزۍ سره را ونه ګرځوو، بیا خو ارامښت هم له موږ نه تېښته کوي. همدارنګه هغه لمونځ چې موږ له بدو کړنو نه ونه ساتي، پوه شئ چې په عقیدو کې مو داسې تور داغ رامنځته شوی چې باید له ریاضت سره تذکیه شي. بله اساسي ستونزه زموږ ترمنځ دا ده چې موږ د خپلو حاجتونو رفع کېدو لپاره له خدای تعالی څخه غوښتنې کوو خو پایله یې ژر غواړو، اصلاً په عبادت کې د صبر او حوصلې غریزه مو کمزوري وي، احیاناً که د یوې غوښتنې پایله مو ژر لاسته رانغله نو بیا نهیلې کېږو او د غوښتنې کړنه مو بې ګټې راته ښکاري چې دا خپله د کمزورې عقیدې استازیتوب کوي او حتی موږ جهالت خواته هم بېولی شي. څومر چې د خدای تعالی په خدايي باندې باور ولرو او عقیده مو پر دې وي چې د دعا بدله مو خامخا راکول کېږي نو هغومره مو ایمان کې سپېڅلتیا او ټینګه اراده رامنځته کېدای شي.
څوک چې د الله (ج) په پند، نصیحت، دین او قرآن باندې منګولې ونه لګوي نو دده لپاره به سخت او زړه تنګی ژوند وي، ځکه الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې صریحاً فرمایلي دي: (أَلاَ بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) ژباړه: «خبر اوسئ چې د الله تعالی په یاد سره زړونه ارامښت مومي» نو باید د خدای تعالی ذکر د زړه له اخلاصه وکړو. همدارنګه ډاکټر بلال فلیپس په نامه بهرنی عالم وايي، چې ))هره ورځ د پنځو دقیقو لپاره سجده وکړئ، یو میاشت وروسته ستاسو هغه ذهني ناکراري حالت به بدل شي او ژور خپګان ورسره له منځه ځي.(( په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې راغلي دي، چې په لمانځه کې سجدې اوږدې وکړئ او د سجدې تسبېح (سبحان ربي الاعلی) په تاق اندازه باندې ډېر ووایئ، ان شاءالله! پایله به یې مثبته وي. په درود شریف هم زړونه ارام مومي. هېره دې نه وي! ایمان په خپل زړه او نفس کې وکرئ، خپل راز او نیاز (مناجات) له خدای تعالی سره شریک کړئ، د خپلو حاجتونو او ستونزو رفع کېدو لپاره دعا وکړئ، صبر او حوصله ولرئ، زه باوري یم چې پایله به یې مثبته وي.
۲ـ د دعا غوښتنه:
په دیني کتابونو کې راځي، د الله تعالی په نزد دعا ډېر اوچت عبادت دی، هر مسلمان باید د خپلې دعا د قبلېدو په اړه له الله نه هیله او امېد ولري، په دې باور واوسي چې الله تعالی ډېر مهربانه، د سترو خزانو څښتن او سخي ذات دی، ځکه رسول الله )ص( فرمایلي: په تحقیق سره ستاسو رب حیاناکه او ډېر سخي ذات دی، کله چې یو بنده ورته د دعا لپاره دواړه لاسونه اوچت کړي، له دې نه یې حیا راځي چې بېرته یې خالي ور وګرځوي. دعا کوونکی باید دا عقیده ولري چې د دعا قبلوونکی ذات یوازې الله (ج) دی چې شریک نه لري. دعا کوونکی باید د دعا په وخت کې خپل نیت صفا کړي، د زړه له تله په پوره توجه سره دعا وغواړي، ځکه الله د غافل زړه دعا نه قبلوي، همدارنګه دعا کوونکي ته اړینه ده چې خپل خوراک له حلالو وګرځوي. ددې ترڅنګ باید دعا کوونکی د خپلې دعا د قبولیت لپاره له بېړې کار وانخلي او نا امېده نه شي، ځکه د رسول الله (ص) مبارک حدیث دی چې له ابوهریره رض څخه روایت دی: ستاسو د هر یوه دعا قبلېږي، تر څو وارخطایي ونه کړئ، هغه چې داسې ووايي:«ما له خپل رب نه دعا وغوښته خو راته قبوله یې نه کړه.» دا هم په یاد ولرئ! چې دعا د تقدیر او برخلیک د بدلون سبب هم ګرځي، حدیث شریف دی، هېڅ څه قضا او برخلیک نه بدلوي، مګر دعا او هېڅ څه په عمر کې زیاتوالی نه راولي، مګر نېکي.
۳ـ خواله رسنۍ سره ډېر پاتې کېدل:
د ټکنالوژي پرمختګ سره ذهنونه هم بوخت شوي دي. پخوا له کورنۍ سره مجلس یو عادت و خو اوس معاصر ځوان د ماښام له ډوډۍ وروسته ځان یواځې ځای ته رسوي، ترڅو خواله رسنۍ (فېسبوک، ټوېټر، واټساپ، انستاګرام…) سره پاتې شي، ممکن ځينې یې په ښه لاره استعمال کړي خو دا چې په منفي لارې باندې خواله رسنۍ استعمالېږي نو بیا د ټکنالوژي پرمختګ معاصر ځوان هم له تعلیمه شاته پاتې کړ، هم د کورنۍ ترمنځ له پخوا نه د مجلس خوند پيکه شو او هم د وخت ضایعه کېدو یوه بده ناروغۍ رامنځته شوه. له خواله رسنۍ سره ډېر پاتې کېدل او یا هم په خواله رسنیو باندې روږدي کېدل، خپله د وخت ضایعه ده. زه دا نه وایم، چې هېڅ خواله رسنیو نه ګټه پورته نه کړو خو دا هم له ځان سره ظلم دی چې د وخت حدود مات کړو او آن درې او پنځه ساعته خواله رسنیو سره پاتې شو. بله اړینه موضوع مصنوعي خوښي ده، کله چې موږ یا ډېر یواځې شو او یا هم ډېر خپه واوسو نو بیا خواله رسنۍ د ساتېرۍ لپاره یوه ښه وسیله بولو، په دې کې یا جالبې ويډيوګانې او پوسټونه (ځړونې) څارو او یا هم خپلو ملګرو ته د زړه خوالې پيغامونو په توګه لیکونه استوو خو دا خوښي مصنوعي او موقتي وي، موږ د یو څو شېبو لپاره خوښ اوسېږو نو بیا وروسته بېرته خپل پخواني حالت ته راګرځو، موږ باید د حقیقي خوشحالۍ په لټه کې واوسو. بل دا چې د طب له نظره د ټلیفون سکرین یو ډول شعاع لري چې دا خپله د سترګو کمزورتیا او ځینې وخت د خواله رسنۍ له ډېر استعمال وروسته د سر درندېدو لامل هم ګرځي، همدارنګه د مستعارو پاڼو منفي تبلیغات او د بدو خبرونو اورېدل/لوستل خپله د خپګان لامل کېدای شي او زموږ د نهیلۍ کچه په خپل راتلونکي موخو باندې لوړوي. ښه به دا وي چې خواله رسنۍ د خپل د مالوماتو زیاتولو او د اړیکې ټینګښت لپاره استعمال کړو خو کم او ټاکلې موده په نظر کې ونیسو.
۴ـ بوختیا نه درلودل:
په ټولنه کې د خلکو له خولې به مو ډېر اورېدلي وي چې بې کاري خپله د رواني تکلیف لامل ګرځي، حتی په ټولنه کې د بې نظمۍ او ناغېړیو را منځته کېدل، د بې کارۍ له امله وي. زموږ د اوسني ځوانانو یوه بله اندېښنه د بوختیا نه درلودل دي، کله چې دوی بوختیا ونه لري نو هر کار ته لاس اچوي، لکه: په مخدره موادو باندې روږدي کېدل، په ناقانونه کارونو باندې د لاس ککړېدل او له هېواد څخه د کډوالۍ پرېکړه هم د کار نشتون له امله کېږي. په دې عصر کې نړیوالې ټولنې ډېر پرمختګ کړی دی، زموږ اوسني ځوانان هم د خپلې ټولنې پرمختګ باندې فکر وکړي، ممکن د حل یوه لاره یې علمي څېړنه وي. علم یوازینۍ چاره ده چې ټولنه پرمختګ خواته بېولی شي. که معاصر ځوان مو بوختیا نه لري نو دا د دوی تشه ده چې سبا همدا بې کاري په اندېښنې باندې بدلېږي، که اقتصادي کار نه وي نو علمي کار یې د دین او دنیا په ګټه ده، مثلاً؛ مطالعې ته هم یو بوختیا ویلی شو چې هم مو فکرونه رغوي او هم مو ټولنه سمبالوي.
۵ـ کورنۍ ستونزې:
ځینې له دې امله اندېښنه کوي او تر ډېپرېشن لاندې وي، چې کورنۍ یې غریبه وي او یا هم دی هغه کار ته نه پرېږدي چې نوموړی ورسره علاقه لري او دی پوهېږي چې په همدې برخه او مسلک کې پرمختګ کولی شي. احیاناً که د کورنۍ ناچاري د اندېښنې یوه اساسي موضوع وای نو بیا خو د ښاغلي بېل ګيټس پلار یو بزګر و، دوی په یوه کلي کې مزرعه درلوده. بېل ګيټس چې په هغه برخه کې علاقه درلوده خو پلار یې ورسره مخالفت کوه نو بیا ولې دی د نړۍ شتمن انسان شو؟ ځکه بېل ګیټس سره یوه انګیزه وه، ده له خپل کار څخه لاس وانخیست، په خپل ځان یې باور درلود او بلاخره خپلې ټاکلې موخې ته بریالی ورسېده.
۶ـ د ټاکلې موخې نه درلودل:
ډېری اوسني ځوانان مو په ورکه کې وي، ځان سره په سوله کې نه وي، له ځانه نفرت لري، له خپل فکر سره شخړه ورته یو کار ګرځېدلی وي، ولې؟ ځکه چې دوی په ژوند کې ټاکلې موخې نه لري، له ځانه او له ټولنې ورک وي، د مدیریت او مهالوېش سیسټم سره اشنا نه وي، حتی د موخې نه درلودل د مړینې لامل هم کېدای شي، ځکه چې بې موخې انسان ژوندی نه دی نو همدا بې هدفي د اندېښنې زېږون هم ګرځي.
۷ـ د ورزش کمښت:
ورزش هم د روغتیا ضامن دی او هم مو د فکر د بدلون سبب ګرځي. د ډېپرېشن ګراف لوړېدل د ورزش د کمښت له امله وي. زه خپله که د ورځې هر څومره ذهني ډېپرېشن ولرم، نن مې که ښه کار هم کړی وي، خپه واوسم او ټوله ورځ مې په یواځې تېره کړې وي خو مازدیګري د فوټبال ورزش زما د فکر بدلون «رېفرېش» سبب ګرځي. فوټبال خپله یوه دوستانه لوبه ده، توپ اچونه، همکاري، د حریف ماتول، چلېنچ او په وروسته ۹۰ دقیقو کې بریا یې د خوشحالۍ او له یو بل سره د خندا لپاره یوه ښه بهانه ده. همدارنګه له فوټبال وروسته د لوبې ارزول او له یو بل سره بحث کول بېل حالت او بېله دنیا ده. د فوټبال پر مهال د دنیا له غمونو او کارونو راحته یم او له فوټبال وروسته فکر مې داسې تازه وي چې ګواکې همدا اوس د سهار له خوبه را ویښ شوی اوسم.
۸ـ د وطن حالت:
دا یوه طبیعي خبره ده چې د وطن حالت په هر انسان اغېز کوي، چې دا اغېز یا مثبت وي او یا هم منفي؛ موږ باید د وطن هر حالت سره جوړجاړی وکړو، بریالی ځوان هغه دی چې په هر حالت کې تعامل وکړي او په همغه چوکاټ کې ځان برابر کړي، نهیلي خپله زموږ تباهي ده، نه هم دا بې وزلي تل پاتې کېږي او نه زموږ اندېښنې؛ سکون د وطن په هر ځای کې ده خو دا بیا زموږ هڅې پورې تړاو لري چې څنګه خپل ځان د وطن په مینه کې مالامال کړو.
۹ـ د مثبتې انګیزې نشتون:
یوه مشهوره خبره ده «که زموږ په ټولنه کې د تنقید پر ځای هڅونه ډېره شي، ډېر پټ استعدادونه به ټولنې ته وړاندې شي» چېرته چې هڅونه نه وي، هلته مثبه انګیزه ډېره پیکه وي، استعدادونه پټ وي، حتی ځینې انسانان یې له ماشومتوبه په خپل وجود کې محوه کوي. برعکس خپله منفي افکار د نهیلۍ وروستی حد دی او د اندېښنو لامل ګرځي.
۱۰ـ د زړه ژر بایلل او بازاري مینه:
زموږ ډېری معاصر ځوانان خپله مینه له خواله رسنۍ څخه پیدا کوي، کېدای شي دا د مینې اړیکه د تار په څېر نازکه وي چې په اندک ښکته او پورته خبرې سره د اړیکې پرې کېدو لامل هم شي. بل دا چې زموږ ډېری ځوانان ژر زړونه بایلي او له هغه سره په خیالونو کې د ګډ ژوند سفرونه ویني خو مقابل لوری دومره نه پوښتي چې ایا هغه هم له ده سره مینه لري او که نه؟ ما ډېر داسې ځوانان لېدلي چې ان یو کال یوې شهزادګۍ ته سترګې پټې کړې وي، هېڅ ورته د خپل د زړه خبره نه ابرازوي، کله چې کیسه تر وروستۍ پېښې پورې ورسېږي نو هغه بیا د بل چا په نصیب شي چې پایله یې تلپاتې خپګان وي. همدا بازاري مینه او د زړه ژر بایلل، خپله د اندېښنې لامل کېدای شي.
۱۱ـ عبث فکرونه:
ډېر یواځيتوب او ګوښه کېناستل خپله د عبث فکرونو پایله ده چې هېڅ نتیجه نه لري. په ډېرو پلانونو باندې فکر کول، ښه کار دی او د ډېرو طرحو پنځول مثبته اغېزه لري خو چې خپلو پلانونو ته د عمل جامه ور وانه غوندو، همدا فکرونه مو عبث د وخت ضایعه ده او د فکري ټېنشن لامل هم ګرځي.
۱۲ـ د راز ملګری:
د هر ځوان لپاره د راز یو ملګری اړین دی، ځکه چې هغه خبرې موږ ورور، پلار او مور ته نه شو کولای خو د راز ملګري ته یې کوای شو او د خپل د زړه غوټې ورته پرانېزو. هر ځوان باید د راز یو ملګری ولري، تر څو د خپل فکر او زړه اندېښنې د راز ملګري سره شریک کړي او دواړه په ګډه ورته د حل لاره ومومي، همدا د راز ملګری د ژوند یو ښه مشاور هم پاتې کېدای شي. کله چې مو زړونه ډک وي نو خامخا یو کس ته اړتیا لرو، تر څو خپلې خبرې ورته وکړو او زړه مو ورته ښه تش کړو، همدا کړنه سبب ګرځي چې ژور خپګان مهار کړو.
۱۳ـ تفریح نه کول:
روبین شرما وايي، چې د خوښۍ لپاره تفریح وکړئ، په میاشت او کال کې داسې ځای ته لاړ شئ چې تاسو ته نوی ځای وبرېښي، هلته خاطرې جوړې کړئ او انځورونه واخلئ. تفریح کول خپله د مسکا، ذهني ارامي او خوشحالۍ لامل ګرځي. موږ بې کاري ته تفریح نه شو ویلی، تفریح کول (Picnic) او مېلې ته تلل یو خاص حالت او محیط لري چې هره شېبه یې د خوند اخیستو لپاره یو ښه فرصت وي. که مو په وس رسېږي، په اوونۍ کې یو ځل تفریح وکړئ، که بیا مو لاس ډېر بند وي نو په میاشت کې یو ځل مېله وکړئ، باوري یم چې تر بلې میاشت پورې د همدې مېلې خاطرې مو خوښ ساتي، که بیا بیخي توان یې نه لرئ نو په کال کې یو ځل داسې ځای ته لاړ شئ چې هغه ځای تاسو ته نوی وي او په لومړي ځل مو لیدلی وي. له دې به هم را تېر شو، د کلي ملګرو سره ګډ د خپلې سیمې نادر چاپېریالونه وپلټئ، دا به مو ژور خپګان او اندېښنې مهار کړي.
ـ پایله:
کله چې اندېښنو لاسونه راچاپېر کړل، باید یواځې او ارام ځای ته لاړ شو او د یو څو شېبو لپاره یواځې واوسو، اوږدې ساه ګانې واخلو او ځان راحته کړو، وروسته پر دې باندې فکر وکړو چې زما د خپګان علت څه و؟ روغتیا پالان وايي، د ډېپرېشن له منځه وړلو لپاره، د ډېپرېشن علت مالومول دي چې په داسې توګه په اسانۍ سره ژور خپګان او اندېښنې مهارولی شو. له طبیعت سره اړیکه خپله ذهني ارامښت رامنځته کوي. تاسو فکر وکړئ چې د یو ګل بوی کول ذهن څومره اراموي نو بیا له طبیعت سره اړیکه د راز یو بهترین ملګری کېدای شي. د اندېښنو له منځه وړلو لپاره پورتني یاد شوي ټکي که په خپل ژوند کې عملي کړو نو بیا به وګورو چې څنګه تر ارامښت پورې رسېږو او خپل رسالت په ټولنه کې پېژنو او که نه؟ چې یو روڼ اندی ځوان څوک دی او په ټولنه کې څه کارونه دې ته متوجه دي؟
اخذليکونه:
۱ـ د قمر انستیتيوت اسلامي څېړنې، ویناوال: استاد شمس الرحمن فارح او عبیدالله حسام
۲ـ کتاب، مسنونې دعاګانې، لیکوال: شېخ سعید بن علي بن وهب القحطاني رحمه الله
۳ـ کتاب، ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟ لیکوال: روبین شرما
درنښت
عبدالوهاب مومند
۱۴۰۰ل.ک ـ د لیندۍ ۲مه