جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ د افغانستان د وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته خپلې...

محسن داوړ د افغانستان د وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته خپلې غوښتنې استولي

تاند:( یکشنبه ، د قوس يو ويشتمه)‏‏‏ ‏د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو ملتپالو مخکښ استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان ته لیک استولی دی.

په دې لیک کې نوموړي له طالبانو سره د دوحې د تړون په يو اړخيزه توګه ترسره کیدو او پکې د افغانستان د هغه مهال د‌ جمهوري نظام او خلکو نه موجوديت تر پوښتنې لاندې راوستی.

ښاغلي داوړ، د یاد شوي تړون په وړاندې د ملګرو ملتونو بې تفاوتي هم نقد کړې ده.

نوموړي افغانستان د طالبانو او بهرنيو ملاتړو له لوري یې اشغال شوی ياد کړی.

محسن داوړ په دې لیک کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، په افغانستان کې د سياسي، اجتماعي او اقتصادي ناورين يادونه کړې او ويلي، چې دغې ډلې په خاص ډول ښځې حذف کړي او ټول حقونه يې ترې تروړلي دي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر په دې لیک کې د‌ طالبانو پر وړاندې د افغانو ښځو مقاومت ستایلې او له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې د دغو ښځو د حق غوښتنې د مبارزو ملاتړ وکړي.

په ليک کې د طالبانو د هغو هدفي وژنو يادونه هم شوې ده، چې طالبان يې د ټولنې د روښانه برخې د مخکښانو خلاف ترسره کوي او تر اوسه يې ګڼې پېښې په دې برخه کې کړي دي.

داوړ دا غوښتنه هم کړې ده، چې د افغانستان ګاونډيان دې د افغانانو په وړاندې د خپلو پولو پرانيستې ته مجبوره کړل شي، څو له خطر سره مخامخ کسان او ناورین ځپلي له هېواده ووتلای شي.

طالبانو د ښاغلي داور دغه ليک ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. great mohsen drawer sahib mananah.
    you are the best leader for pashtoons.you always announce positive massage to the worl.
    always be united pashtoons moment
    thank you

  2. ډیره زیاته مننه. کور مو ودان ښاغلی داوړ صیب.
    الله پاک دې په لاسونو برکت کړه، او د عمر تنابونه دې اوړده شه. او ستا په شان د قام او ملت بیداره بچي دې لا ډیر شي. آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب