جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت...

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني

تاند (یکشنبه، د قوس۲۱ مه) په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د طالبانو حکومت تر هغو په رسمیت نه شي پېژندلی چې نړیواله ټولنه په دې اړه پرېکړه ونه کړي.

منصوراحمد خان وویل «فکر کوم تر کومه ځایه چې له رسمیت پېژندلو سره تړاو لري، دا داسې موضوع ده چې د افغانستان ګاونډیان کوم وخت په دې اړه راټولېږي او مشورې پرې کوي، کله چې په سیمه او نړیواله ټولنه کې د رسمیت پېژندلو په هکله همږغي وي، هاله ممکنه ده.»

د تاس خبري اژانس د راپور له مخي، د پاکستان سفیر منصوراحمد خان زیاته کړه، د دې لپاره چې په افغانستان کې بې ثباتۍ، چې له ۴۵ کلونو راهیسې دوام لري، پای ته ورسېږي، د افغانانو او د سیمې د سیاسي لوبغاړو او همداراز د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا ده. دا هڅې باید په افغانستان کې د سیاسي قوتونو ترمنځ له دیالوګ سره ملګرې وي. خو له دې ډول دیالوګه پرته ناممکنه ده چې دوامداره سوله، حکومت او سیاسي چوکاټ، چې ټولشموله وي او د ښځو د حقونو او کار او زده کړو د حق په ګډون بشري حقونه تضمین کړي، رامنځته شي.

د پاکستان سفیر، چې د ځینو په باور د انګرېز وایسراګانو اکتونه کوي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه بې اساسه وبلله، ویې ویل «که په افغانستان کې ثبات نه وي، پاکستان هم زیان کوي. که په افغانستان کې دایمي ثبات وي، د پاکستان په ګټه دی. فکر کوم دا به بې ځایه ادعا وي چې موږ د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهو.»

د ده په وینا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د افغانستان د جګړې د اوږدېدو سبب شوی دی.

د ځینو کتونکو په باور پاکستان ډېر لېواله دی چې په افغانستان کې یو داسې حکومت واکمن وي چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني خو د هغه (افغانستان) د ستونزو لپاره اسلام اباد ته مراجعه کوي او امتیاز ورکوي. د افغانستان د حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدل د دولت په حیث د افغانستان موجودیت له سوال سره مخامخوي او له دې طریقه پاکستان ته لاره هواریږي چې افغانستان د خپلو قبایلي سیمو په شان په ایجنسیو بدل کړي، په تدریج پکې خپل شناختي کارډونه وویشي او هغه کسان ځانونه بختور وګڼي چې پاکستاني شناختي کارډ یې ترلاسه کړی دی.

د دوی په وینا پاکستان د طالبانو په منځ کې د یو شمېر عناصرو په وسیله داسې شرایط رامنځته کوي چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه شي پېژندلی.

7 COMMENTS

  1. په پاکستان باور کول دبیعقلی مثال باید وبلل سی. خو منتقد افغانان باید ووایی دغربی مرییتوب نه سوا بل بدیل لری چه دپاکستان سره بیخی رابطه وشړول سی. دبد همسایه نه که امان غواړی نو کوشش وکه چه لیاره ځینی چپه کړی.
    زمونږ بدبختی داده چه دوه بدهمسایه ګان لرو. که افغانستان یو نابغه ولری چه دولت صنعتی او زراعتی کړی بیا یوه هوایی کښتی جوړه کړی چه په کم مصرف ددنیا هر ګوټ ته زر دافغانستان تولیدات ورسوی نو بیا له بدو همسایګانو نه خلاصیږو.
    ویل کیږی له نه سړو ملک سو بلو. پاکستان په همدی دلیل ځان له خپل افتو نه خلاصوی او دافغانستان په طالبانو خلک ویره وی او بیا خپل ځان ملک جوړوی. هغوی ته بهرنیانو ملکی ورکړی. نوش جان دی وی.
    دسرحد هغه خوا پښتانه داده له پنجابیانو او سندیانو نه میدان وړی دی. دوی دی چه نن سبا په افغانستان کی کلمکاری کوی. یو یی دطالبانو په نمایندګی ملکی کوی او بل یی دطالبانو په دښمنی کی ملکی کوی. هغه دغفارو خلک وګوری چه خرپاو او دُړ او دواړانو یی په افغانستان پسی بدی انګولی پیل کړی.
    زه دهند، بنګله او پاکستانیانو سره ډیر مخامخ سوی یم. زه ټول هندیان بولم. هغوی تا ټیټوی ترڅو ستا په اوږو سپور ځان خلکو ته ښکاره کړی او ستا په جسد باندی ختلی هسک مالوم سی. ځینی خلک وایی چه که هندی او مار دی راګیر کړی اول هندی مړ کړه. غم دا ده مونږ نه مار مړ کولای سو او نه هندیان.

    پورونی او نننی ځیره خواره که لیږ دافغانستان مینه لری نو ثابته دی کړی چه طالبان دپاڼ او پړانګ مینځ ته نه ورټیل وهی. ددوی خبری همدا شاهدی ورکوی چه دوی دطالبانو په دښمنی کی افغانستان ته هیڅ درحم اوبه نلری.

  2. را یاد می سول. یو وخت ما غنو ته وایسرای ویلی وو. په ځیره خوارهو ډیره بده لګیدلی وه. اوس دوی زما خبره دپاکستان وپښتانه ته کوی. یو توپیر دا ده چه غنو خلک مړه کول او دپاکستان واییسرای افغانی نفسیتوبونه مړه کوی.

  3. ثابت صاحب
    د مهربانۍ له مخې یو څه خپلې املا ته توجه کوه. خپله تبصره تر خپرولو مخکې یو ځل لوله. خدای دې وکړي چې خوا مو بده نه شي لاکن باور وکړئ زه د ټولو تبصرې لولم خو ستاسو په ډېرو خبرو نه پوهیږم. غالباً تاسو خپلې تبصرې یو ځل مرور کوئ نه. او یا مو پښتو د تعلیم او اوله ژبه نه ده. ممکن تاسو به فارسي یا اردو کې ښه لیکل کولی شئ اما پښتو ته مو توجه نه ده کړې. هیله ده چې په پښتو ژبه هم یو څه کار وکړئ.
    بیا هم امیدواره یم چې خوا مو بده نه شي تاسو ته پوره درناوی لرم. اباد اوسئ
    نعمت الله ابراهیم خېل

  4. په افغانستان کي یواځينی کس چي ډېر خوشاله دی، هغه همدا وایسرای دی، د ظالم زوی سهار يې په بهرنیو چارو وزارت کي وي، غرمه يې په کورنیو چارو وزارت کي وي او ماښام يې د سرحدونو او قبایلو په وزارت کي وي.

    د خ..ې زوی بېخي آزاد دی، خلګ د خواښي په کور کي دومره آزاد نه وي، لکه دا مردار خور..

    طالبانو ته توصیه نه لرم؛ ځکه د دوی مغز داسي جوړ سوی دی چي ښې خبري ونه منلی سي.

  5. منصور احمد خانه تاسې په افغانستان کې لاس وهنه کوئ، او تل مه کړې ده، او لا هم لګیا یاستئ لاسوهنې لا څه چې اوس مو عملا افغانستان د طالب په جامه کې اشغال کړی دی، هغه طالب چې ستاسې د لاس آلې، ستاسې لخوا روزل شوي او ستاسې د مدرسو نه فارغ شوي او تاسې جنګ ته هڅولي .
    که تاسې واقعا داسې یقین لرئ چې د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده او د افغانستان ثبات د پاکستان ثبات دی، نو بیا مو ولې یو تکړه، روغ او مخ پر ودې افغانستان له منځه یووړ، ولې مو د تیرو څلورڅلویښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې نفاق، جګړه، اور او بربادۍ ته دوام وکړی دی؟ ولې ټوله سیمه تاسې نارامه کړې ده؟ ولې تروریزم د خپل بهرنۍ پالیسۍ او سیاست په توګه کاروئ او خپل ستراتیژیک عمق ته د تروریستي سازمانونو په مرسته ځان رسول غواړئ ؟
    تاسې ولې د افغانستان د یو داسې ولسواک نظام پر وړاندې جنګ ته دوام ورکړ، چې هغه نظام د ملت نفقه پوره کوله، کارونه یې روان کړې و، بانکونو فعالیت درلود، د بشر حقوق خوندي و، میرمنو د کار او زده کړو ازادي درلوده، د بیان ازادي پریمانه وه، افغانستان یو منظم پوځ او اردو درلوده، افغانستان د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې او جګړې په لومړۍ کرښه کې شتون درلود. نو بیا تاسې ولې یو خپل جوړ، روغ پرمختللی او سوکاله افغانستان په ګاونډ کې نشئ زغملای.
    تاسې تل دروغ ویلي، تاسې تل بشریت ته ستونزې جوړې کړي دي، تاسې تل د تروریزم څخه د اوزار په توګه کار اخیستی دی، او تاسې اوس هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوئ او د افغانستان د بهرني سیاست کنټرولولو اکټونه کوئ، د دې مالومیږي چې تاسې افغانستان ته د خپلې پنځمې صوبې په روپ کې ګورئ او طالبان مو د لاس آلې او غلامان دي، چې د افغانستان ملي ارزښتونه او ملي هویت څخه انکار کوي، او د اسلام په نوم افغانان د خپل هیواد نه ویستلو ته اړ باسي.
    باید ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په تاسې لا ډیر بندیزونه ولګوي، او ان شاء الله چې هغه ورځ لرې نده چې دا ځوان نسل به لا ځیرکه او ستاسې د دسیسو او شومو موخو په وړاندې په پوره ننګ او همت سره ودریږي او دې اشغال ته د پای ټکی کیږدي. او یو ځل بیا تاسې د نړیوالې انزواء تر څنګ د زوال سره مخ کړي .

  6. دا یعنی همغه دهندوستان د نوابانو کیسه شوه چه ښایسته ښځی به یی ساتلی د ورځی او شپی به یی ډزولو او ډیرو خو به تری بچیان هم زيږول خو نکاح او یا واده به یی ورسرو نه کول که کومی یوی به د کوم نواب صيب نه د واده او یا نکاح غوښتنه وکړه نو نواب صېب به ورته ویل ( چوپ هوجاوی کیا می اب ایک رکهېل سی شادی کرونګا؟ بلکل نهی ) مطلب یی دادی چه نواب صیب به ورته ویلی چپ شه ډمی زه د یو ډمی سره واده یا نکاح نه کوم.
    اوس نو پاکستان هم زمونږ اسلامې امارت سره هره معامله يعنې راکړه ورکړه کوی خو په رسميت نه پيژنې
    د منصوراحمد خان هم ماته نواب نواب ښکاری

  7. منصور بابو، مداخله توره وي که سپینه ؟
    ته خو تمامه ورځ د ټالبانو له مشرانو او کشرانو سره ناست یې ، عکسونه اخلې . د ټالب د راتګ په لومړۍ اونۍ کې ته او ستا د استخباراتو مشر فیض حمید د کابل په سرینا کې ګرځېدئ . تاسو ته چا بلنه درکړې وه ؟
    دا که مداخله نه وي نو د ورځې شل ځله هرټالب سره ولې خپله کونه مښې . تاسو خو د ټالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنئ نو په کابل کې څه کونه ورکوې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب